د ملګروملتونو مشر د اوکراین د جنګ د بندیدا غوښتنه وکړه
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي «انټونیو ګوټریش» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د غیر پوځي بیخ بنایانو پرضد حملې باید بندې شي وویل همدا اوس د روسیې او د اوکراین ترمینځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د پریکړه لیکونو ، د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو د منشور پراساس د عادلانه صلحې د ټینګیدا وخت رارسیدلی دی.
هغه د روسیې او د اوکراین د جنګ د دوهمې کلیزې د پوره کیدا په مناسبت د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کې وویل د ملګروملتونو منشور او نړیوال قوانین د جنګ له بلا څخه د پاکې دنیا د رامینځته کولو لپاره زمونږ لارښوونکي دي خو له دې سره سره په اوکراین باندې د روسیې بشپړه یرغل نیغ په نیغه ډول د دغو دواړو چارو خلاف ورزۍ وکړه.
د اوکراین د جنګ د ختمولو او د سولې د ټینګولو د ضرورت په هکله د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش دغه دریځ په اروپايي هیوادونو باندې د دغه جنګ انساني ، اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو پایلو او اړخونو او د هغه منفي اغیزونو ته په پام سره بیان شوی دی.
د اوکراین جنګ د روسیې او د اوکراین څه د پاسه پینځه لکه کسان وژلي دي او د اوکراین د ختیځو او د مرکزي برخو د زیاتو سیمو د تباه کیدا سبب شوی دی.
د اټکلونو پراساس د اوکراین بیا رغونه تر لسو کلونو پورې پینځه سوه میلیارډه ډالرو ته ضرورت لري.