په ترکیه کې په یوه ورځ ۸ ښځې وژل شوي دي
په ترکیه کې په یوه ورځ کې د اتو ښځو وژل کېدلو د ښځو د حقونو د ټولنو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په ترکیه کې "موږ د ښځو پر وړاندې د جرمونو مخه نیسو" ټولنې دا پېښې د ښځو پر وړاندې د حکومت ضد سیاستونو پایله بللې او ویلي چې د کب په ۱۳مه به په استانبول کې لاریون کوي.
د کب په اتمه، اته ښځې په سو ازمیر، بورسا، سقاریه، ارزروم، دنیزلي او استانبول کې په ډزو یا په چړو وژل شوي دي.
اووه ښځې د خپلو اوسنیو یا پخوانیو میړونو له خوا وژل شوې دي،
۱۹ کلنه دیلان اوزدمیر د خپل پلار له خوا په چړو وژل شوې ده.
د ښځو د شوراګانو اتحادیې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې په ترکیه کې د ښځو د وژنې ۳۱۵ پېښې او د ښځو د مشکوک مړینې ۲۴۸ پیښې ثبت شوې دي.
په ترکیه کې د ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې او یوازې په دوو میاشتو کې د ښځو د وژنې ۶۸ پېښې ثبت شوې دي.
د نورو څېړنو پایلې ښيي چې له ۲۰۱۶څخه تر ۲۰۲۱پورې په ترکیه کې په اوسط ډول هره ورځ یوه ښځه وژل شوې ده.