د اسرائیلو پرضد باید بایکاټونه اعمال شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د خواړو د حق په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي راپورټر«مایکل فخري» د فلسطین په غزې تړانګه کښې د قحطۍ د رامینځته کیدا په هکله له خبرداري وروسته د اسرائیلو پرضد د بایکاټ د لګولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کښې چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې همدا اوس لس ماشومانو د لوږې له کبله شهیدان شول.
هغه وویل اسرائیل په قصدي ډول د تیرې میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اتمې نیټې راهسې د فلسطین د خلکو له لوږې سره د مخامخ کولو کوشش کوي.
بل خبر دا چې په امریکا کښې د اسرائیلو سفارت ته ویل شوي دي چې واشنګټن ته د صهیونیسټ رژيم د جنګي کابینې د وزیر بیني ګانټز د سفر لپاره اسانتیا برابره نکړي.
ویل کیږي چې امریکا ته د اسرائیلو د جنګي کابینې د وزیر بیني ګانټز سفر د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خبرولو پرته پلان شوی دی.
د تل اویو چارواکو په امریکا کښې د اسرائیلو سفارت ته ویلي دي چې د جنګ د وزیر بیني ګانټز په پلان سفر کښې برخه وانخلي.
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو د ده له مرضۍ پرته د امریکا له چارواکو سره د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره واشنګټن ته د جنګ د وزیر بیني ګانټز په سفر غصه دی.
بل خبر دا چې د قطر او د مصر خارجه وزیرانو په غزې تړانګه کښې د اوربند لپاره خبرې وکړې.
د قطر خارجه وزیر وویل دوې د مصر له ډيپلوماټانو سره کتنې کوي چې په غزې کښې د اوربند د ټینګیدا هڅه وکړي.