Mar 04, 2024 05:12 Asia/Kabul
  • د جرمني پوځ ځان له روسیې سره جنګ ته چمتو کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت شورا د مشر مرستیال دیمیتري مدودف پرون وویل د جرمني د پوځ د لوړرتبه افسرانو ضبط شوي خبرې ښودنه کوي چې برلین د روسیې پرضد د جنګ د پیلولو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی.

دیمیتري مدودف چې مخکې د روسیې ولسمشر هم پاتی شوی دی د جرمني د لوړرتبه پوځي چارواکو ایشوا شوي غږیز فایل ته په اشارې سره چې په کریمه پل باندې د حملو په هکله خبرې کوي وویل جرمني له روسیې سره د جنګ د پلانولو په حال کښې دی.

د رشیا ټوډې ټیلي ويژن مشره مارګاریټا سیمونیان(Margarita Simonyan) لومړنی کس و چې په تیرې جمعې ورځ یې په« تاروس» کروز توغندیو سره په کریمه پل باندې د احتمالي حملې په هکله د جرمني د پوځ د« بوندس وار» د څلورو نمایندګانو د خبرو اترو متن خپور کړی و.

هغې وویل په هماغه ورځ چې د جرمني صدراعظم اولاف شولټز  وویل ناټو د اوکراین په جنګ کښې ګډون نه کوي او نه به یې وکړي د یونیفارم اغوستو دوستانو یعني د پوځیانو لخوا ډیر جالب غږیز فایل ما ته راکړل شو.

د روسیې دغه چارواکي په دې خبرې سره چې د دغه غزیز فایل د خپرولو نیت لري وویل په دغو خبرو کښې د جرمني د پوځ لوړرتبه افسران په کریمه پل باندې د بمباریو د څرنګوالي په هکله خبرې کوي.

هغې وویل په دغه غزیز فایل کښې د جرمني د پوځ لوړرتبه افسران د امریکا او د انګلستان د پوځ نومونه اخلي او ورپسې بحث کوي چې د واشنګټن او د لندن پوځیانو د اوږدې مودې لپاره نیغ په نیغه د اوکراین په جنګ کښې ګډون کړی دی.

د روسیې خارجه وزارت ویلي دي چې مونږ له جرمني څخه د توضیح غوښتونکي یوو.

 

ټیګونه