امریکا باید له اسرائیلو سره مرستې بندې کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې چمتو دی چې له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو پروژو د تطبیق په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په یوه رسمي سفر کې کابل ته راغلی او دلته یې د طالبانو له رئیس الوزرا او نورو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.
د ارګ له لوري په يوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید د پروژو په سر د پانګونې ژمنه کړې ده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د اقتصادي او کرنیزو پروژو د تطبیق په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.
نوموړي د "ترانس افغان" د اورګاډي پټلۍ پروژې ته په اشارې سره وويل، چې ډېر ژر به يو ازبک مسلکي پلاوى د دې پروژې د تخنيکي کتنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
په دې ليدنه کې د طالبانو رئیس الوزرا ویلي دي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د ازبکستان د پروژو په تطبیق کې همکاري کوي.
هغه زیاته کړه، د سرپرست حکومت ادارو او مسوولینو ته امر کوي چې دغه پروژې له ازبکستان سره په پوره همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت د اقتصادي او اداري مرستیالانو عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ملا امیرخان متقي او یو شمیر نورو چارواکو سره هم کتلي.
د طالبانو حکومت ویلي چې په دې لیدنو کې په اقتصادي مساییلو، پانګونې او دوه اړخیزو روابطو بحث شوی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ياد هېواد تر دې مخکې د افغانستان د یو لوی کانال قوش تیپې په فعالیدو او جوړېدو اندېښنه ښودلې وه.