هند کښې د لمانځه د کولو په وخت په بهرنیو محصلینو برید شوی
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې نامعلومو کسانو په دغه هېواد کې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو پر محصلینو د چاقو او ډبرو په ګوزارونو بریدونه کړي دي.
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې نامعلومو کسانو په دغه هېواد کې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو پر محصلینو د چاقو او ډبرو په ګوزارونو بریدونه کړي دي.
د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، دا برید د شنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ مه د ګجرات پوهنتون په لیلیه کې پر بهرنیو محصلینو چې د تراویح لمونځ یې کاوه، وشه.
د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د افغان محصلینو په وینا برید کوونکو شعارونه ورکول او ویې پوښتل چې چا ورته په لیلیه کې د لمانځه اجازه ورکړې.
برید کوونکو د محصلینو پر خونو هم یرغل کړی او د هغوی لپ ټاپ، تلیفونونه او موټرسایکلونه یې ویجاړ کړي دي.