افغانستان کې امریکا ستراتیژیکه ماتې خوړلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147904-افغانستان_کې_امریکا_ستراتیژیکه_ماتې_خوړلې
د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز وایي، هېواد یې په افغانستان کې په دولت جوړونه کې پاتې راغلی او له ستراتیژیکې ماتې سره مخ شو
(last modified 2024-03-20T03:04:38+00:00 )
Mar 20, 2024 07:18 Asia/Kabul
  •  افغانستان کې امریکا ستراتیژیکه ماتې خوړلې

د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز وایي، هېواد یې په افغانستان کې په دولت جوړونه کې پاتې راغلی او له ستراتیژیکې ماتې سره مخ شو

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتونو د پوځ پخوانی لوی درستیز مارک میلي د یاد هېواد کانګرس ته په استجوابیه غونډه کې ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې پر دولت جوړولو کې بریالی نشو او دا چاره د امریکا ستراتیژیکه ماتې وه.

نوموړی وایي؛ وړاندوینه یې کړې وه، چې د افغانستان حکومت به سقوط وکړي.

د افغانستان انټرنیشنل د خبر له مخې؛ دغه غونډې ته د سنتکام پخواني قوماندان کنټ مکنزي ویلي؛ د افغانستان د دولت پرځېدل د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروګرامونه ګډوډ کړل.

د امریکا دغو دوو لوړپوړو پخوانيو چارواکو میلي او مکنزي تر دې مخکې هم ویلي و، چې طالبان د باور وړ نه دي.

یادو چارواکو د افغانستان له خاورې د امریکا پر ګټو د داعش ډلې د برید خبرداری هم ورکړی و.