په رفح کښې د آنروا ضروري خدمات بند شوي دي
د فلسطین دکډوالو دملاتړ او کارموندنې ادارې (UNRWA) مشر اعلان وکړ چې په رفح ښار باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملو له امله دغه اداره مجبوره شوه چې فلسطینی کډوالو ته د ضرورت وړ خدمات بند کړي.
د ایرنا د خبر له مخې د فلسطین د کډوالو د مرستې او کارموندنې د ادارې مشر فیلیپ لازارینی وویل: د غزې د تړانګې په جنوب کښې په رفح ښار باندې د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو د حملو په نتیجه کښې د فلسطینیانو پناهځایونه ویجاړ شول. په دې ادارې پورې اړونده پناهځي خالي شوي او له دوه میلیونو څخه زیات خلک د خوندي ځایونو موندلو لپاره کډه په سر او لالهانده شوي دي.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې UNRWA په رفح کې د روغتیایی خدماتو او نورو اړینو او حیاتي خدماتو بندولو ته اړ شوی، زیاته کړه چې د ادارې ټیمونه اوس د "خان یونس" له ښار او د غزې تړانګې له جنوبي او مرکزي سیمو څخه یو ملیون او اووه لاکه خلک په کښې موجود دي، خدمت ته دوام ورکوي.
د فلسطیني کډوالو د مرستې او کارموندنې ادارې د مشر په وینا، په پناه غوښتونکو کورنیو باندې د اسراییلو د پوځي بریدونو په اړه له رفح څخه ترلاسه شوي معلومات ډیر ویرونکي دي.
لازاریني زیاته کړه: د تیر کال د اکتوبر په اوومه نیټه په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د رژية د پوځ د حملې له پيلیدو راهیسې د آنروا یو سل او دوه نوي کارکونکي وژل شوي دي چې دا یو بې مخینې کار دی.