روسي چارواکي وائي؛امریکاعملا جنګ ته وارده شوې ده
د روسیې د خارجه وزارت په ماسکو کې د امریکا د سفیر د احضارولو خبر و رکړ.
د روسیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په ماسکوکې ئې د امریکا سفیر په سواستوپول کې په ترهه ګرې حملې پسې خارجه وزارت ته احضار کړی دی.
پارس ټوډې خبری اژانس راپور ورکړی،د روسیې خارجه وزارت دامریکا دسفیر په احضاریدا سره وئیلي دي، چې واشنګټن د اوکرایني پوځيانو د وسلو په تامینولو سره عملا د نښتې په یوه پلوۀ بدل شوی دی.
د روسیې دفاع وزارت هم د تیرې یکشنبې په ورځې په دې خبرې په ټينګار سره چې په سواستوپول کې په عامو خلکو د توغندوي حملې مسئولیّت په پيل کې د امریکا په غاړه دی، روښانه کړې ده ،د ټولو امریکائي عملیاتي –تاکتیکي توغندیو توغول ، ددغه هیواد د متخصصانو په وسیله او د دوي دسپوږمکیزو اطلاعاتي ډيټا په اساس ترسره شوي دي.
اوکراین دتیرې یکشنبې په ورځې د امریکائي تاکتیکي توغندیو څخه په استفادې سره چې په اټکمز غونچه یزو بمونو سنبال دي، د روسیې د سواستوپول ښار دعامو خلکو پر تاسیساتو حمله کړې ده. د روسیې هوا دفاع سسټمونو څلور توغندي تباه کړي دي خو پنځم توغندی ددغه ښار پر فضا چاود شوی چې دغونچه ایزو بمونو له امله ئې په ښار کې د دوو ماشومانو پشمول څلور کسان وژل شوي او څه دپاسه یو سل پنځوس نور ټپيان شوي ديۍ.