حاجیانو د مسجد النبی په شاوخوا کې  ۳۰۰ وَنې  لګولي دي
(last modified Thu, 04 Jul 2024 00:54:15 GMT )
Jul 04, 2024 05:24 Asia/Kabul
  •  حاجیانو د مسجد النبی په شاوخوا کې  ۳۰۰ وَنې  لګولي دي

د  عربستان د مدینې ښاروالۍ،د مسجد النبي په مرکزی  انګڼ  او شاوخوا کې د څه دپاسه درې سوه  د وَنو د نیالګیو د  کیښودلو  لپاره   د ؛هنا غُرست؛ یعني دلته وکارل شول، په عنوان سره د خپلې خوښې  پلان  اجرا کړی دی.

د مدینې ښاروالۍ  د خدای د کور د میلمنو یعنی  حاجیانو په شتون سره   د مسجد النبي په شاوخوا کې دڅه دپاسه  درې سوه  د وَنو د نیالګیو  د  کیښودلو لپاره  د خپلې خوښې  پلان اجرا کړی دی .

 زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  د  عربستان د مدینې ښاروالۍ،د مسجد النبي په مرکزی  انګڼ  او شاوخوا کې د څه دپاسه درې سوه  د وَنو د نیالګیو د  کیښودلو  لپاره   د ؛هنا غُرست؛ یعني دلته وکارل شول، په عنوان سره د خپلې خوښې  پلان  اجرا کړی دی.

دغې ښاروالۍ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي چې  د ژواک چاپیریال  دمهم رول په دلیل  د تودوخې د زغملو او د سیمې د آب وهوا  او چاپیریالي شرائطو سره دبنفش  یا وایلیټس ګلانو  تناسب  په دلیل  دغه  ګلان زیات   کرل شوي دي. ددغو ګلانو بوټي د لا ښکلي منظرې  درامینځةکولو سبب هم کیږی  او د وَنو ترمینځ د فضا د ډکولو لپاره  ورڅخه استفاده شوې ده.

د مدینې ښاروالۍ پخپلې اعلامیې کې وئيلي دي ،چې دغه نوښت  په ټولنې  او د مسجد النبي  په زیارتوالو  کې د ژواک چاپيریال په باب د د پوهنو د زیاتولو ،په دوي کې د ښو چلندونو او عادتونو  د رابرسیره کول په موخې سره  ترسره کیږی چې  له تل پاتې پراختیا سره  یوځاي د اجتماعي مسئولیّتونو دزیاتولو  او د موخو دترلاسه کولو او د  ژواک چاپیریال ساتنې ته دهڅولو  سبب کیږي.  

Image Caption