ایران او روسیه خپلې اړیکې نوره هم پراخوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د اسلامی جمهوریت له نوی ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني تماس کې د تهران –ماسکو د مناسباتو د پراختیا په باب خبرې اترې وکړې.
ایرنا خبری آژانس راپو رورکړی، د روسیې ولسمشر پوتین چې له دې مخکې ئې هم د ایران په ولسمشرۍ د مسعود پزشکیان په ټاکل کیدا هغه ته مبارکي وئيلې وه ، پرون ئې هم په دغه ټيلیفوني تماس کې هم بیا هغه ته د مبارکۍ په وئیلو سره جوته کړې ده ، چې په نوي پړاؤ کې د وخت اړتیاؤ ته په پام سره د ایران او روسیې اړیکې نوره هم پراخې او ژورې شي.
دواړو لورو په دغه ټيلیفوني تماس کې د ایران او روسیې د ښه ګاونډيتوب اړیکو په لوړې سوئې دخوښئ په ښودلو سره په مختلفو زمینو کې د ګټه ورو دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د لازیاتې پراختیا لپاره د نزدې ملګرتیاؤ په باب خپل چمتووالی تائيد کړ.
ولادیمیر پوتین او مسعود پزشکیان همداراز په روان میلادي کال کې د راتلونکو کاري تماسونو د پروګرام په باب سره موافقه وکړه.
روسیه چې په ۲۰۲۴کال کې د بریکس ډلې پړاویزه مشري په غاړه لري، د روان لمریز کال د لړم یا عقرب د میاشتې له لومړۍ تر دریم پورې په کازان ښار کې د ایران پشمول د بریکس ډلې د سرمشریزې کوربه ده.