برازیل له فلسطین سره د آزاد تجارت موافقه اجرا کړه
برازیل له فلسطین سره د جنوبي امریکې د هیوادونو د اتحادیې د آزاد تجارت موافقه اجرايي کړه.
مهر خبري آژانس لیکلي چې د برازیل خارجه وزارت د فلسطین او د سویلي امریکې د هیوادونو ترمینځ د آزاد تجارت د موافقې د اجرا کولو موخه، د فلسطین له مظلومو خلکو ملاتړ وباله.
د برازیل د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کښې ټینګار شوی چې له فلسطین سره د لاتیني امریکې د هیوادونو د آزادې سوداګرۍ موافقه، له فلسطین سره مرسته ده او دغه هیواد له خپلو ګاونډیانو سره په صلحې او غږملتیا کښې ژوند تیر کړي.
د برازیل د خارجه وزارت په وینا، برازیلیا، د فلسطین هیواد په رسمیت پیژني او په ۲۰۱۰ کال کښې یې د برازیل په پلازمینه کښې د فلسطین د سفارت جوړولو اجازه ورکړې وه.
د فلسطین خپلواکه هیواد د ملګرو ملتو د ۱۴۰ غړو هیوادونو یعنې له دریو نه د څه باندې دوه برخه هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی دی.