عراق او پاکستان کښې پرون د عاشورا د ورځې عزادارۍ وشوې
د حسیني عاشورا په ورځ د عراق په میلیونونو خلکو د شهیدانو د سردار حضت امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو په غم کښې ویر او ماتمونه وکړل.
په پاکستان کښې هم پرون د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ او اهل بیتو میئنانو د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفاداره ملګرو د مظلومانه شهادت په غم کښې د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې عزادارۍ وکړې.
د اسلام آباد، راولپنډۍ، پیښور، لاهور، کراچۍ او کویټې وغیره په شان د پاکستان په ډیرو ښارونو کښې میلیونونو حسیني عزادارانو د سینه زنۍ او روضه خوانۍ د دستو په بڼه کښې له امام حسین علیه السلام سره خپله مینه څرګنده کړه.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف او د دغه هیواد د پارلیمان او سینټ مشرانو هم د خبرپاڼو په صادرولو سره وویل چې د عاشورا ورځ د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره ژور تاریخي او معنوي اهمیت لري او د امام حسین علیه السلام سرشیندنه ټولو ته راښايي چې د حق او عدالت په لاره کښې پاڅون هغه لاره ده چې د خدای تعالی د ابدي توفیق او رضایت لامل کیږي.