ایران او ونزویلا د اقتصادي ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i152512-ایران_او_ونزویلا_د_اقتصادي_ملګرتیاو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
د ایران دفاع وزیر او د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ په پراختیا او ژورتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2024-09-19T23:24:45+00:00 )
Sep 20, 2024 03:52 Asia/Kabul
  • ایران او ونزویلا د اقتصادي ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ

د ایران دفاع وزیر او د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر د دواړو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ په پراختیا او ژورتیا ټینګار وکړ.

د ایران دفاع وزیر امیر جنرال «عزیز نصیرزاده» او د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر «رامون ولاسکز» په کتنه کښې وویل: ونزویلا د ایران د اسلامي جمهوریت به بهرني سیاست کښې یو ځانګړی موقعیت لري».

د ایران دفاع وزیر د تهران او کاراکاس ملګرتیا د دواړو ملګرو، وروڼو او خپلواکو هیوادونو ترمینځ د خپلواکۍ او ورورولۍ د مفهوم یوه نښه وبلله او زیاته یې کړه: د حکومتونو بدلیدل، د ونزویلا په هکله د ایران په ستر سیاست او سټراټیجۍ کښې هیڅ بدلون نه راولي او ایران په حتمي توګه په خپل پوره توان سره د ښاغلي ماډورو له روا او قانوني حکومت څخه، د تیر په څیر ملاتړ کوي.

د ونزویلا د ټرانسپورټ وزیر او د ایران او ونزویلا د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیشن د ونزویلايي لوري مشر «رامون ولاسکز» هم په دغې کتنې کښې وویل: د ملګرتیاؤ پراخې پروژې شته چې د دواړو هیوادونو په مساوي شریکوالي سره یې اجرايي کیدل ضروري دي.