حزب الله د سید حسن نصرالله د شهادت خبر ورکړ
(last modified Sat, 28 Sep 2024 12:42:32 GMT )
Sep 28, 2024 17:12 Asia/Kabul
  • حزب الله د سید حسن نصرالله د شهادت خبر ورکړ

د لبنان حزب الله غورځنګ په یوې بیانیې کښې په رسمی توګه د تیرې ورځې د  بیروت  په ضاحیه کې  د اسرائیلو رژیم  په ترهه ګره حمله کښې  د خپل عمومی منشی سید حسن نصرالله د شهادت خبر ورکړ .

د لبنان حزب الله غورځنګ څو شېبې وړاندې په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې سید حسن نصرالله له خپلو شهیدو ملګرو سره په دېرش کلن مجاهدت  کښې د شهادت درجې ته رسېدلی او دا سید حسن نصرالله وو چې د مقاومت مبارزان یی له یوه بریالیتوب بل  بریالیتوب ته  مشري او قومانده  کړل  اوهغه بریالیتوبونه  لکه په 2000  کال کې له  اسرایلي نیواک د لبنان آزادول او همدارنګه په 2006 کې د 33 ورځنۍ جګړې بریالیتوب او له  فلسطین او غزې تر  ملاتړ او حمایته یی بریالیتوبه ترلاسه کړل .

په دغه بیانیه کښې همدراز  راغلی دی: مونږه  د دې مصیبت   په اړه  د زمانې مالک حضرت ولی عصر عج ، د مسلمانانو  د چارو سرپرست حضرت سید علی خامنه ای (مدظله العالی)  ، مجتهدانو  ، مجاهدینو او  مومنانو ته تسلیت وړاندې کوو. د مقاومت ملت، زموږ صابرو  او مجاهد ولس، ټول اسلامي امت، د نړۍ ټول آزاد ي غواړو او مظلومانو  او د هغو محترمې او صابرې کورنۍ ته د لبنان د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصرالله د شهادت مبارکي او تسلیت وړاندې کوو چی  په جنوبي سیمه  د صهیونیسټانو په خاینانه حمله کې له خپلو ملګرو سره شهید کړې شو .