آیا امریکا کولای شي روسیه امتیاز ورکولو ته مجبوره کړي؟
(last modified Tue, 28 Jan 2025 01:14:52 GMT )
Jan 28, 2025 05:44 Asia/Kabul
  • آیا امریکا کولای شي روسیه امتیاز ورکولو ته مجبوره کړي؟

پارس ټوډې - یوه پولنډي عسکر، پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ګواښونه، ډیپلوماتیکه بیانیه ګڼلې ده.

د پولنډ د پوځ جنرال بوګوسلاو پاټسیک ویلي، پر مسکو د امریکا د نویو بندیزونو لګول به هېڅ شي ته بدلون ورنه کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، «پاتسک» د ټرمپ ګواښونو ته په اشارې سره چې که مسکو په اوکراین کې جګړه بنده نه کړي، پر روسیې به نوي بندیزونه او تعرفې ولګوي، زیاته کړه: واشنګټن، امتیاز ورکولو ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د مجبورولو توان نه لري.

هغه دغه راز د شمالي اتلانتيک د تړون په سازمان (ناټو) کې د اوکراين د شاملېدو لپاره د لوېديځ د هڅو دوام، د مسکو او کېيف ترمنځ په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو په لاره کې يو له خنډونو څخه وباله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ته ګواښ کړی وو، چې که د اوکراین جګړه ژر پای ته ونه رسوي، پر روسیې به نورې تعرفې او بندیزونه ولګوي.

په همدې حال کې، د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودوف د تېرې یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړۍ اونۍ کې هڅه وکړه چې نړۍ سرګردانه کړي، خو روسیه نه غولېږي.