له افریقایي هېوادونو سره اړیکو ته د ایران کتنه څرنګه ده ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i157600-له_افریقایي_هېوادونو_سره_اړیکو_ته_د_ایران_کتنه_څرنګه_ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف په تهران کې د افریقایي هیوادونو د استازوالیو له مشرانو سره په کتنه کې وویل: د افریقا له لویې وچې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ده.
(last modified 2025-02-23T07:37:22+00:00 )
Feb 23, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • له افریقایي هېوادونو سره اړیکو ته  د ایران کتنه څرنګه ده ؟

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف په تهران کې د افریقایي هیوادونو د استازوالیو له مشرانو سره په کتنه کې وویل: د افریقا له لویې وچې سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ده.

د افریقایي هیوادونو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت نظرداقتصادي حوزې په شمول  په مختلفو برخو کې د اړیکو  د پراختیا پر بنسټ ولاړ دی. د افریقا لویه وچه د فرصتونو لویه وچه بلل کیږي، چې د سوداګرۍ ظرفیت یې ۶۰۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي. په وروستیو کلونو کې له افریقا سره د ایران اړیکې په زیاتیدونکې توګه د کرنې، کانونو او طب په برخو متمرکزې شوې دي. سربیره پردې، د ایراني شرکتونو د پوه بنسټه شرکتونو  محصولاتو په افریقایي هیوادونو کې هم پیرودونکي موندلي دي. خو، د افریقا په بازار کې د ایران ونډه اوس مهال یوازې یو ه فیصده ده، خو د ایران اسلامي جمهوریت د دې ونډې د زیاتوالي او له افریقایي هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره ګامونه پورته کوي. په دې اړه، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف وویل: "په دوه اړخیزه، څو اړخیزه او سیمه ایزو چوکاټونو کې د افریقا له لویې وچې سره د ایران د همکارۍ پراختیا  په اجنډا کې دی." د ایران د جهاد  کشاوزي وزیر غلام رضا نوري هم په تهران کې د سوډان د بهرنیو چاروله  وزیر علي یوسف احمد الشریف سره په لیدنه کې د می میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون د جوړیدو په اړه وویل: "ایران چمتو دی چې د نباتاتو او څارویو د نسل پالنې په برخه کې د خپلو سل کلنو څیړنو پایلې سوډاني څیړونکو ته وړاندې کړي."

د ایران اسلامي جمهوریت په  اقتصادي اړیکو سربیره، دسیاسي ډګر په شمول په نورو برخو کې له افریقایي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا هم په خپله اجنډا کې لري. د ګڼ شمېر افریقایي هېوادونو د استعمار ضد، صهیونیسټ ضد او استکبار ضد چلند ته په پام سره، د ایران د اسلامي جمهوریت او افریقایي هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره هم فرصت شته. جنوبي افریقا د افریقا په وچه کې د صهیونیسټ رژیم پر وړاندې د مبارزې بیرغ پورته کوونکی دی. جنوبي افریقا د غزې د خلکو په ضد  د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوسیه  د جنایی  جرمونو نړیوالې محکمې ته په وړاندي  کولو کې مخکښ رول لوبولی دی. له همدې امله، د ایران د اسلامي جمهوریت او افریقایي هیوادونو ترمنځ ډیری مشترکات شتون لري.

په عین حال  کې، د افریقایي هیوادونو یو لوی شمیر له  ناامنۍ او ترهګریزو ګواښونو سره مخامخ دي. له  ترهګرۍ او تکفیري ډلو سره د مبارزې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت د پراخو تجربو په پام کې نیولو سره، دا کولی شي له افریقایي هیوادونو سره له دې ګواښ سره په مبارزه کې مرسته وکړي. افریقایي هیوادونو هم د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې له  ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ایران له تجربو د ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.

د دواړو خواوو ترمنځ د مشترکاتو ټولګه  او د ایران د اسلامي جمهوریت جدي اراده چې له افریقایي هیوادونو سره د متقابل درناوي، انساني کرامت ، همغږۍ او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړه ده ،  هرکلی کړی دی ، او حتی د ایران اسلامي جمهوریت یې د افریقایي اتحادیې د څارونکي غړي په توګه د منلو خبره کړی ده .

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند "اسماعیل بقایی  " په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي: "د ایران اسلامي جمهوریت، د افریقایي اتحادیې د څارونکي غړي په توګه، چمتو دی چې اړیکې پیاوړې کړي او د متقابلو ګټو په مختلفو برخو کې له افریقایي هیوادونو سره همکاري پراخه کړي."