د آنروا ویاند: ماشومان د غزې د جګړې اصلي قربانیان دي
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ویاند په غزه کې د بشري وضعیت په اړه په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د غزې د نفوس ۵۱ سلنه ماشومان دي.
دالجزیره چینل د خبر له مخې د آنروا چارواکي خبرداری ورکړ چې ماشومان د اسراییلي رژیم د هوایي بریدونو تر ټولو ډیر قربانیان دي.
هغه زیاته کړه چې د مارچ په ۱۸مه د جګړې له بیا پیل راهیسې، په اوسط ډول هره ورځ په غزه کې ۱۰۰ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د UNRWA ویاند وویل چې اوس مهال، د غزې تړانګې ۶۵ سلنه برخه د ملګرو ملتونو لخوا د خطرناکو سیمو یا تخلیې له خطر سره مخامخ سیمو څخه بلل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) کمشنر فیلیپ لازاریني وویل: "دا ډیره دردونکې ده چې په غزه کې هره ورځ لږترلږه ۱۰۰ ماشومان په دې سیمه کې د اسراییلو د بریدونو له بیا پیل راهیسې وژل کیږي او ټپیان کیږي."
هغه پرون په یوه وینا کښې زیاته کړه: "جګړې د غزې تړانګه د ماشومانو لپاره په ممنوعه سیمې بدله کړې ده."
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم پرون جمعه اعلان وکړ چې د غزې په تړانګې باندې د اسراییلو د لسو ورځو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۲۲ ماشومان شهیدان شوي او ۶۰۹ نور ټپیان شوي دي.