د آنروا ویاند: ماشومان د غزې د جګړې اصلي قربانیان دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i158754-د_آنروا_ویاند_ماشومان_د_غزې_د_جګړې_اصلي_قربانیان_دي
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ویاند په غزه کې د بشري وضعیت په اړه په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي  چې د غزې د نفوس ۵۱ سلنه ماشومان دي.
(last modified 2025-04-05T02:18:08+00:00 )
Apr 05, 2025 06:45 Asia/Kabul
  • د آنروا ویاند: ماشومان د غزې د جګړې اصلي قربانیان دي

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) ویاند په غزه کې د بشري وضعیت په اړه په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي  چې د غزې د نفوس ۵۱ سلنه ماشومان دي.

دالجزیره چینل د خبر له مخې  د آنروا چارواکي خبرداری ورکړ چې ماشومان د اسراییلي رژیم د هوایي بریدونو تر ټولو ډیر قربانیان دي.

هغه زیاته کړه چې د مارچ په ۱۸مه د جګړې له بیا پیل راهیسې، په اوسط ډول هره ورځ په غزه کې ۱۰۰ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د UNRWA ویاند وویل چې اوس مهال، د غزې تړانګې ۶۵ سلنه برخه د ملګرو ملتونو لخوا د خطرناکو سیمو یا تخلیې له خطر سره مخامخ سیمو څخه بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) کمشنر فیلیپ لازاریني وویل: "دا ډیره دردونکې ده چې په غزه کې هره ورځ لږترلږه ۱۰۰ ماشومان په دې سیمه کې د اسراییلو د بریدونو له بیا پیل راهیسې وژل کیږي او ټپیان کیږي."

هغه پرون په یوه وینا کښې زیاته کړه: "جګړې د غزې تړانګه د ماشومانو لپاره په ممنوعه سیمې بدله کړې ده."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم پرون جمعه اعلان وکړ چې د غزې په تړانګې باندې د اسراییلو د لسو ورځو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۲۲ ماشومان شهیدان شوي او ۶۰۹ نور ټپیان شوي دي.