چین: د نړۍ سره مخالفت د ځان انزوا کولو معنی لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i158960-چین_د_نړۍ_سره_مخالفت_د_ځان_انزوا_کولو_معنی_لري
د چین ولسمشر "شي جین‌پینګ" ټینګار وکړ، چې چین او اروپايي ټولنه باید د متحده ایالاتو د یو اړخیزې زورواکۍ پر وړاندې، د خپلو ګټو او نړیوالو قوانینو د ساتنې په موخه ودرېږي.
(last modified 2025-04-11T07:16:43+00:00 )
Apr 11, 2025 11:41 Asia/Kabul
  • چین: د نړۍ سره مخالفت د ځان انزوا کولو معنی لري

د چین ولسمشر "شي جین‌پینګ" ټینګار وکړ، چې چین او اروپايي ټولنه باید د متحده ایالاتو د یو اړخیزې زورواکۍ پر وړاندې، د خپلو ګټو او نړیوالو قوانینو د ساتنې په موخه ودرېږي.

د چین ولسمشر نن جمعه په بیجینګ کې د هسپانیې له لومړي وزیر پیدرو سانچیز سره په لیدنه کې ویلي، چې د تعرفو په جګړه کې هیڅ ګټونکی نشته.

هغه وایي، د نړۍ سره مخالفت د ځان انزوا کولو معنی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې چین هم رسمآ د امریکا د تعرفو په لوړېدو سره د امریکا په وارداتي توکو ۱۲۵ سلنه تعرفه لوړه کړه.