زیلنسکي: یوازې له پوتین سره مخامخ کتنه سوله ټینګولی شي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په دې ادعا سره چې پوتین له ده سره له لیدنې وېرېږي ، ووئیل؛ که دا مذاکرات ترسره نشي، د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا پر روسیې د «سختو بندیزونو» تمه لري.
پارس تودي راپور ورکړی، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي پرون په یولړ څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د اوربند او جګړې پای ته د رسولو یوازینۍ لار د روسې له ولسمشر ولادیمیر پوتین» سره مخامخ خبرې دي، او که په استنبول کې خبرې اترې ترسره نشي، د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا پر روسیې د سختو بندیزونو تمه لري.
د اوکراین ولسمشر «ولودیمیر زیلنسکي» وویل چې غواړي د دغې اونۍ په پاي کې د ترکیې په استنبول مذاکراتو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مستقیم ډول د ۳۰ ورځني بې قید او شرطه اوربند په اړه خبرې وکړي، ځکه یوازې د روسیې ولسمشر په جګړې کې دغه ډول وقفه عملي کولی شي.
زیلنسکي په دې ادعا سره چې پوتین له ده سره له لیدنې وېرېږي ، زیاته کړه: که دا مذاکرات ترسره نشي، د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا پر روسیې د «سختو بندیزونو» تمه لري.