جو بایډن په سرطان اخته شوی
May 19, 2025 14:33 Asia/Kabul
د امریکا مخکینی ولسمشر جوبایډن په سرطان ناروغۍ اخته شوی دی، چې د اوباما او ټرمپ له لورې یې په اړه څرګندونې شوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټولنیز رسنۍ پلیټ فارم ټروټ باندې لیکلي، زما میرمن میلانیا او زه د جو بایډن د وروستي طبي تشخیص په اړه خواشیني یو.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د خپل پخواني ملګري د بشپړې روغتیا لپاره دعا کړې او لیکلي یې د سرطان بېلابېلو ډولونو د بریالۍ درملنې په موخه جوبایډن تر ټولو زیات کار کړی، او زه باوري یم چې هغه به د دې عزم سره د دې ستونزې سره هم مقابله وکړي.
د یادونې وړده، چې په ۲۰۱۵ کال کې د هغه د زوی بیو بایډن د مغزي سرطان له امله له مړ شوی و.
ټیګونه