په برلین، جرمني کې د فلسطین په ملاتړ پراخ لاریون
https://parstoday.ir/ps/news/world-i160882-په_برلین_جرمني_کې_د_فلسطین_په_ملاتړ_پراخ_لاریون
پارس ټوډی - د جرمني خلکو د یکشنبې په ورځ د دې هېواد په پلازمېنه برلین کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ، چې د صهیونیسټي رژیم له خوا د پراخې وژنې له ګواښ سره مخ دي، یو پراخ لاریون ترسره کړ.
(last modified 2025-06-02T02:01:34+00:00 )
Jun 02, 2025 06:29 Asia/Kabul
  • په برلین، جرمني کې د فلسطین په ملاتړ پراخ لاریون

پارس ټوډی - د جرمني خلکو د یکشنبې په ورځ د دې هېواد په پلازمېنه برلین کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ، چې د صهیونیسټي رژیم له خوا د پراخې وژنې له ګواښ سره مخ دي، یو پراخ لاریون ترسره کړ.

جرمني لاریونوالو شعارونه ورکړل لکه «فلسطین ته ازادي»، «جرمني مرسته کوي او اسرائیل بمباروي»، «اسرائیل ترهګر دی»، او «پراخې وژنې ودروئ».

دوی همدارنګه بنرونه په لاس کې نیولي وو چې پرې لیکل شوي وو «صهیونیزم وژني»، «یهودان د پراخې وژنې مخالف دي»، «پر فلسطینیانو ترهګري ودروئ»، او «اسرائیلو ته د وسلو پلورل ودروئ».

د یادونې وړده، چې په دې لاریون کې جرمني یهودانو هم ګډون کړی و.