د صربستان خلکو د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i161690-د_صربستان_خلکو_د_وارمخکې_انتخاباتو_د_ترسره_کیدا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په صربستان کښې په لسګونو زره اعتراض کونکي د هیواد د پلازمینې بلګراد واټونو ته راووتل او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو او د ولسمشر «الکساندر ووچیچ» د دولس کلن حکومت د پاې ته د رسیدا غوښتنه یې وکړه.
(last modified 2025-06-29T01:07:16+00:00 )
Jun 29, 2025 05:30 Asia/Kabul
  • د صربستان خلکو د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په صربستان کښې په لسګونو زره اعتراض کونکي د هیواد د پلازمینې بلګراد واټونو ته راووتل او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو او د ولسمشر «الکساندر ووچیچ» د دولس کلن حکومت د پاې ته د رسیدا غوښتنه یې وکړه.

د صربستان د بلوا ضد پولیسو بیګا په پلازمینې بلګراد کښې په خلکو باندې د اوښلنو ګازونو په شیندلو سره هڅه وکړه چې لسګونو زره اعتراض کونکي چې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه یې کوله تیت پرک کړي.

دغه اعتراضونه چې د صربستان د پوهنتونونو د محصیلینو په چورلیزتوب سره رامینځته شول د صربستان د ولسمشر الکساندر ووچیچ له حکومت څخه د خلکو د نارضایتۍ تر ټولو نوي څپه ده کوم چې څه د پاسه لس کاله کیږي چې په واک کښې دی.

د صربستان لومړي وزیر د روان میلادي کال په لومړیو کښې استعفا ورکړي وه خو ولسمشر ووچیچ هماغه راز په واک کښې دی او هغه د وارمخکې انتخاباتو له ترسره کیدا سره ښکاره مخالفت لري.