کیوبا: ملګري ملتونه سمدستي پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162130-کیوبا_ملګري_ملتونه_سمدستي_پراخو_اصلاحاتو_ته_اړتیا_لري
پارس ټوډی: د کیوبا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې بریکس ډله د هیلې او امید د سمبول په توګه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه په بیړه هغو پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري، چې د نړۍ جنوبي هیوادونو یې  له نیمې پیړۍ راهیسې غوښتنه کوله.
(last modified 2025-07-08T10:17:24+00:00 )
Jul 08, 2025 14:44 Asia/Kabul
  • کیوبا: ملګري ملتونه سمدستي پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري

پارس ټوډی: د کیوبا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې بریکس ډله د هیلې او امید د سمبول په توګه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه په بیړه هغو پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري، چې د نړۍ جنوبي هیوادونو یې  له نیمې پیړۍ راهیسې غوښتنه کوله.

میګل دیاز کانل، په خپل ایکس حساب کې په یوه پیغام کې وویل چې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو کبرجن چلند دا سازمان کړکیچن او ناکاره کړی دی.

دا نړیوال سازمان ۸۰ کاله مخکې د دې لپاره تاسیس شوی و چې جګړه، د شخړو د حل لپاره د هڅو ځای ونه نیسي.

د کیوبا ولسمشر د عادلانه او ټولشموله نړیوال نظم جوړولو لپاره د بریکس ژمنې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې د بریکس غړي د سولې، همکارۍ او پیوستون ګډ آرمانونه پرمخ وړي.