روسیه: بریکس په نړۍ کې خپل اقتدار زیاتوي
(last modified Tue, 08 Jul 2025 10:48:10 GMT )
Jul 08, 2025 15:18 Asia/Kabul
  • روسیه: بریکس په نړۍ کې خپل اقتدار زیاتوي

پارس ټوډی: د روسيې د ملي امنیت شورا مرستیال د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بریکس د غړو پر وړاندې د تعرفو ګواښ ته په غبرګون کې ټینګار وکړ چې دا سازمان په نړیواله کچه خپل اقتدار زیاتوي.

دیمتري مدودف، په ایکس کې په یوه پیغام کې وویل چې ټرمپ اعلان کړی پر هر هغه هیواد چې د بریکس د سیاستونو ملاتړ کوي، ۱۰ سلنه اضافي تعرفه به ولګوي، چې دا ښيي مونږ په سمه لار روان یو.

د بریکس غړو هیوادونو د سږ کال د جون په ۲۹ او ۳۰ نیټو د برازیل په  ریو دو ژانیرو کښې په ۱۷مه سرمشریزه کې د بریکس د مشرۍ رول او څو اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.