یونیسف: غزه کښې د ماشومانو وژله بوږنوونکې ده
Jul 14, 2025 11:57 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرايي مدیرې په یړلړ څرګندونو کښې د اوبو د ویش په صف کښې د اوو فلسطیني ماشومانو د وژل کیدو په هکله خپرو شویو رپورټونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: په غزه کښې د ماشومانو وژله وحشتناکه ده.
کاترین راسل په دې خبرې سره چې دا پیښه د خوراکي مرستو د ویش په صف کښې د فلسطیني ښځو او ماشومانو له وژلې یوازې څو ورځې وروسته رامینځته شوې، زیاته کړه: اسرائیل باید د نښتې په قواعدو کښې بیاکتنه وکړي او د نړیوالو قوانینو مطابق د ملکي وګړو د سر ساتنه وکړي.
له دې مخکښې د یونیسف مشر هم خبرداری ورکړی و چې په غزه کښې په زرهاو نوزیږي ماشومان، انساني مرستو ته په رسیدو کښې د سخت محدودیت په وجه له مناسبې تغذیې بې برخې دي او د هغوي ژوند په خطر کښې دی.
ټیګونه