امریکايي خبریاله: ایران د تاریخ په صحي اړخ ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162658-امریکايي_خبریاله_ایران_د_تاریخ_په_صحي_اړخ_ولاړ_دی
پارس ټوډی - یوې خپلواکې امریکایی ژورنالیستې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم برید د نړۍ په سترګو کې د ایران موقعیت او دریځ لامثبت کړی او د دې هیواد په اړه یې غلط فهمۍ او ناسم تصورات له منځه وړې دي.
(last modified 2025-07-22T07:14:18+00:00 )
Jul 22, 2025 11:40 Asia/Kabul
  • امریکايي خبریاله، جنیفر کنګز
    امریکايي خبریاله، جنیفر کنګز

پارس ټوډی - یوې خپلواکې امریکایی ژورنالیستې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم برید د نړۍ په سترګو کې د ایران موقعیت او دریځ لامثبت کړی او د دې هیواد په اړه یې غلط فهمۍ او ناسم تصورات له منځه وړې دي.

خپلواکه امریکايي خبریاله «جنیفر کینګز» په نړیوال رسندوي فسټیول کښې د ګډون په موخه تهران ته راغلې ده. د پارس ټودی په دې خبر کښې له ایرنا سره د هغې مرکه جاجوو چې پرون دوشنبه خپره شوه.

پوښتنه: ستاسو په اند په ایران باندې د اسرائیلو د حملې موخه څه وه او آیا خپلو اهدافو ته ورسیده؟

ځواب: احتمالاً اسرائیل د څو اهدافو په تکل کښې وو. یو ډیر مهم هدف یې بیشکه د هغه قتل عام د پراخولو هدف ته دوام ورکول دي چې اوس په فلسطین کښې روان دی. د دې نسل وژنې د جاري ساتلو یوه لاره، د سیمې په نورو برخو کښې د تیري او تشدد پراخول دي، لکه دا څه یې چې په لبنان، یمن او اوس یې په ایران کښې ترسره کړل. دغه تګلاره سبب کیږي چې د نړۍ توجه، په فلسطین کښې له روان (هولوکاسټ» څخه واړوي.

دویم ټکی دا دی چې هغوي له ایران څخه او د ایران له توانمنیو او پرځان بسیاینې څخه د خطر احساس کوي. زما په اند اسرائیل او همداشان امریکا په یو توهم اخته دي او غواړي چې هر ډول مقاومت مات کړي، دا هم د هغوي یو اصلي هدف دی. 

 

پوښتنه: کله چې اسرائیلو په ایران حمله وکړه، آیا تمه مو درلوده چې په دومره زیاته اندازه توغندي په اسرائيلو وورول شي؟

ځواب: مونږ ټول په مثبته توګه حیران وو. بالاخره یو څوک د اسراییلو په وړاندې ودرېد. هغه څه چې مونږ له کلونو راهیسې لیدلي دي دا دي چې اسراییل او صهیونیسټي ادارې تل د غزې بې دفاع خلک، ښځې، ماشومان، معلولین، زاړه او وږي خلک په نښه کړي دي، او په دې کړنو سره توانیدلي دي چې پرته له کومې سزا خپل کار ته دوام ورکړي. نو په دې وجه کله چې د تل ابیب په څیر ښار وینو چې برید پرې شوی او دومره سخت زیانمن شوی، واقعا حیرانونکی و.

زه فکر کوم چې ټوله دنیا حیرانه شوې او په عین حال کښې خوشاله شوه. د ډیرو خلکو لپآره دا، د راحتۍ د سا اخیستو یوه شیبه وه ځکه چې اخر یو څوک، د دغې جنایتکارې امپراطورۍ په وړاندې اودریدلی و.

 

پوښتنه: خبرونه به مو له کوم ځایه تعقیبول او که د اصلي بهیر رسنۍ له ټولنیزو شبکو سره پرتله کول وغواړئ دا کار به څنګه کوئ؟

 

ځواب: په امریکا کښې د اصلي بهیر رسنۍ خندوونکې دي. که هغه ولګوئ نو یوازې د مطالبو د پوچوالي او بې معناتوب په اندازه د خندیدو لپاره ښې دي. په امریکا کښې د رښتیا خبرونو د ترلاسه کولو یوازۍ لاره ټولنیزې شبکې او نړیوال چینلونه دي. ځکه چې د لویدیځو رسنیو ټول کانالونه یوازې د حکومتي تبلیغاتو اډانې دي.

 

پوښتنه: نن سبا د فلسطین له خلکو نړیوال ملاتړ ډیر پراخ شوی دی. په اسرائيلو باندې د ایران حملې ته په پام سره، د عامه افکارو په نزد د ایران موقعیت څنګه ارزول کیږي؟

لږترلږه په متحده ایالاتو کې، د نسل وژنې ضد کمپاینونو په مینځ کې چې د فلسطین په ملاتړ کې رامینځته شوي، دا چې ایران د امریکې او اسراییلو د جنایتکارې امپراطورۍ په وړاندې اودریدلی، د دغه هیواد موقعیت یې د ډیرو خلکو په نظر کې مثبت ګرځولی دی. دې موضوع د ډیرو کلونو او لسیزو هغه منفي تبلیغات او برین واشنګ شنډ کړی  چې له کلونو او لسیزو راهیسې په امریکا کښې د ایران او د ایران د خلکو په اړه ترسره شوي دي.

 

پوښتنه: په غزې، لبنان او نورو سیمو کښې د اسرائیلو د عملیاتو په نتیجه کښې ګڼ خبریالان وژل شوي دي. په ایران کښ هم د اسرائیلو په لاس له لسو زیات خبریالان ووژل شول. ستاسو په نظر، اسرائیل ولې خبریالان په نښه کووي او رسنۍ محدودوي؟

ځواب: زما په اند دا خبره بیخي روښانه ده، هغوي نه غواړي چې د دنیا خلکو ته حقیقت ورسي. تراوسه څه باندې ۲۰۰ خبریالان یوازې په غزه کښې وژل شوي دي ځکه نه غواړي چې نړۍ یې له جنایتونو خبر شي.