له اسراییلو د امریکا په ملاتړ کې بې ساری کمښت؛ لاملونه او پایلې یې څه دي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163220
پارس ټوډې - له اسراییلو نه د امریکا ملاتړ، د هغې د نږدې متحدینو په توګه، د سیاسي، تاریخي او ستراتیژیکو عواملو له امله د لسیزو راهیسې د امریکا د بهرني سیاست یو له اصلي ستنو څخه دی.
(last modified 2025-08-07T07:30:50+00:00 )
Aug 07, 2025 11:58 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا په ملاتړ کې بې ساری کمښت
    له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا په ملاتړ کې بې ساری کمښت

پارس ټوډې - له اسراییلو نه د امریکا ملاتړ، د هغې د نږدې متحدینو په توګه، د سیاسي، تاریخي او ستراتیژیکو عواملو له امله د لسیزو راهیسې د امریکا د بهرني سیاست یو له اصلي ستنو څخه دی.

په هرصورت، په وروستیو کلونو کې، له اسراییلو د امریکې ملاتړ د امریکا د عامه افکارو په منځ کې د پام وړ کم شوی دی. دا بدلون په ځانګړي ډول د ځوانو نسلونو او ځینو سیاسي ډلو ترمنځ څرګند دی، او د سیمه ایزو بدلونونو، د امریکا د کورنیو پالیسیو او په ټولنیزو ارزښتونو کې بدلونونو تراغیزې لاندې رامینځته شوی دی.

د ګالپ وروستۍ نظرپوښتنه (چې د  روان ۲۰۲۵ کال د جولای له ۷ نه تر ۲۱ پورې، ترسره شوه) ښودنه کوي چې په غزه کې د اسراییلو د اقداماتو ملاتړ تر ټولو ټیټ حد ته رسیدلی  او یوازې ۳۲ سلنه امریکایان د ایران خلاف د اسرائیلو د پوځي اقدام ملاتړ کوي.

دا ارقام د تیرو لسیزو په پرتله د پام وړ کمښت څرګندوي، کله چې د اسراییلو ملاتړ معمولا له۶۰ سلنې څخه پورته و.

د عمر له لحاظه ملاتړ په ځانګړي ډول له 18 څخه تر 34 کلونو پورې عمر لرونکو کسانو کې ټیټ دی او  یوازې ۹ سلنه یې په غزه کې د نسل وژنې ملاتړ کوي. حتی د ۵۵ کلونو څخه پورته عمر لرونکو کسانو کې، ملاتړ له ۵۰ سلنې څخه ښکته شوی، چې یو بې ساري حد دی.

په روان ۲۰۲۵ کال کې د پیو موسسې یوې بلې سروې وموندله چې ۵۵ سلنه امریکایان د اسراییلو په اړه منفي نظر لري، کوم چې په ۲۰۲۰ کې ۴۱سلنه و.

په امریکا کې د اسراییلو لپاره د ملاتړ د کمښت ځینو دلیلونو کې لاندې موارد شامل دي:

د ټولنیزو رسنیو له لارې معلوماتو ته د لاسرسي په پراخیدو سره، په غزه او لویدیځه غاړه کې د ملکي تلفاتو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو انځورونو او راپورونو، د امریکایانو په منځ کې منفي احساسات پیاوړي کړي دي.

د غیرقانوني ښارګي جوړنو او د استوګنې د سیمو د بمبارولو په شمول د اسراییلو لخوا له بشري حقونو د سرغړونو افشا کول، د عامه افکارو په نظر کې د رژیم د کړنو په مشروعیت کې د کمښت لامل شوی دی.

له بلې خوا، په امریکا کې د نفوسو او سیاسي بدلونونه د له اسرائیلو د  ځینو امریکایانود ملاتړ د ختمیدو لامل شوي دي. ځوان نسلونه، په ځانګړي توګه Z او د زریزې نسل، د تیرو نسلونو په پرتله بیل ارزښتونه لري او د ټولنیز عدالت او بشري حقونو ته ډیر اهمیت ورکوي. د ډیموکراټانو په منځ کې، په ځانګړې توګه د پرمختللو ډلو په منځ کې، د فلسطینانو په وړاندې د اسراییلو په پالیسیو نیوکې زیاتې شوي دي. دا ډلې باور لري چې د اسراییلو لپاره د امریکا غیر مشروط ملاتړ د ډیموکراټیکو ارزښتونو سره سمون نه لري.

سیمه ایز پرمختګونه او په ایران باندې د اسراییلو برید هم د ځینو امریکایانو د چلند په بدلولو باندې اغیزناک وو. د ۲۰۲۵ کال په جون کې په ایران باندې د اسراییلو برید او په ایران کې د استوګنې سیمو، اټومي او نظامي تاسیساتو باندې د اسراییلو بریدونه، د امریکې په ښکاره او مستقیم ملاتړ سره، په دې هیواد کې ډیرې نیوکې راپارولي دي. ډیری امریکایانو، په ځانګړې توګه په ایران کې د ملکي تلفاتو له افشا کیدو وروسته، دا ملاتړ غیر ضروري او خطرناک وګڼه.

په پای کې، په امریکا کې د ټاکنیزو سیالیو په بڼه کورني فشارونه او د میشیګان په څیر مهمو ایالتونو کې د عربي او مسلمانو ټولنو نفوذ د اسراییلو لپاره غیر مشروط ملاتړ یوه حساسه مسئله ګرځولې ده.

دغه حالت ځینې پایلې هم درلودې. د مثال په توګه، د خلکو د ملاتړ کموالی کولی شي په امریکایی سیاستوالانو فشار زیات کړي چې اسراییلو ته د پوځي او مالي مرستو په اړه بیا غور وکړي. ممکنه ده په  اسراییلود کال ۳.۲ ملیارد ډالرو مرستې کمولو یا په دې مرستو باندې د سختو شرایطو لګولو لامل شي.

په نړیواله کچه د اسراییلو زیاتیدونکې انزوا د رژیم لپاره د امریکا د عامه ملاتړ د کمیدو یوه بله پایله ده. په بل عبارت، د اسراییلو د اصلي ملاتړ کونکي په توګه د امریکا د ملاتړ کمیدل به په نړیوالو فورمونو کې د رژیم د لا انزوا او یوازې کیدو لامل شي، په ځانګړي توګه داچې په اروپا کې هم له اسراییلو ملاتړ په کمیدو دی، همدارنګه، له اسراییلو د امریکا د ملاتړ کمیدل کولی شي د BDS (بایکاټ، په اسرائیلو کښې د پانګونې نه کول او د هغه بایکاټ) په څیر غورځنګونو د پیاوړتیا او په اسراییلو باندې د اقتصادي او سیاسي دباو د زیاتیدو لامل شي.

په هرصورت، دا باید هیر نه شي چې په امریکا کې اسراییل پلوه لابيانې او د هیواد د ځینو لوړ پوړو چارواکو په منځ کې د فلسطین په سیمو او د لویدیځې آسیا په نورو سیمو کې د رژیم د جرمونو ملاتړ او تبلیغ ته دوام ورکوي، او پرې به نه ږدي چې د اسراییلو په وړاندې د امریکې لوی چلند او تګلاره په نزدې راتلونکي کښې بدله شي.