خبرونه | عراقچي: امریکایان پوه شوي چې نظامي لاره ناکامه ده/ د اسلووانې لخوا پر اسرائیلي توکو بندیزونه
-
عراقچي: امريکايان اړ دي، چې په عادلانه خبرو اترو کې ښکېل شي
پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي، چې هر ډول خبرې اترې له امریکا سره د ایران د ملي ګټو پر اساس ترسره کېږي.
د صداوسيما د خبري آژانس د راپور له مخې، «سيد عباس عراقچي» د «تهران ايران جهان» په پروګرام کې وويل، د ايران د ګټو د خوندي کولو لپاره هر ځای چې اړتيا وي جنګ کوو، هر ځای چې اړتيا وي دپلوماسي او خبرې اترې کوو او هېڅ کړنه د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره نه پرېږدو.
نوموړي زیاته کړه، چې د ایران د اټومي پروګرام سولهییز والی روښانه دی، او چمتو یو چې دا اعتماد نورو ته هم ورکړو، خو له بل لوري بندیزونه باید لرې شي، او د ایران د اټومي حقونو درناوی وشي – په ځانګړې توګه غنیسازي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، موږ د پخوا څخه په همدې منطق سره خبرې اترې وکړې، خو امریکا مخکې هڅه وکړه چې دا موضوع په زور حل کړي، خو اوس پوه شوې ده چې نظامي گزینه ناکامه ده.
"اوس دوی مجبوره دي، چې یو عادلانه مذاکراتو ته داخل شي."
کربلا د ۲۵ میلیونه زائرینو لپاره چمتو کېږي
د عراق د کربلا والي، قاسم الیساري اعلان کړی، چې سږ کال د اربعین مراسمو لپاره د ۲۵ میلیونه زائرینو د قبلولو لپاره بېسارې چمتووالی نیول شوی.
الیساري وویل: "د ۲۰۰۳ کال راهیسې، کربلا د رسمي اربعین کوربه ده، او هر کال زائرین زیاتېږي. تېر کال ۲۲ میلیونه کسان راغلي وو، او سږ کال تمه ده چې دا شمېره ۲۵ میلیونو ته ورسېږي."
تېر کال دا شمېر ۲۲ ميليونو ته رسیده، چې سږ کال د ۲۵ میلیونه کسانو د ورتګګ اټکل شوی.
په غزه کې د ۴۱ فلسطینیانو شهادت
د صهیونیستي رژیم د یرغلونو په دوام کې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۴۱ فلسطیني ملکیان شهیدان شوي دي.
په شهیدانو کې ۱۸ هغه کسان وو، چې د مرستو ترلاسه کولو په کتار کې ولاړ وو، چې د اسرائیلي عسکرو لخوا ورباندې برید وشو.
د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی ستوری (۴۱ کلن) هم، د چهارشنبې په ورځ د غذا د اخیستو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو لخوا شهید شو.
د غزې روغتیایي نظام د بشپړ سقوط په درشل کې
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم، ویلي چې د غزې روغتیایي سیستم د بشپړې نړېدنې له خطر سره مخ دی.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي:په غزه کې تر ۱۴،۸۰۰ ډېر ناروغان سمدستي تخصصي درملنې ته اړتیا لري."
د روسیې او چین جنګي بېړۍ د جاپان سمندر ته داخلې شوې
د روسیې سمندري ځواک اعلان کړی، چې د پیکنګ او مسکو ترمنځ د نظامي همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دواړو هېوادونو سمندري بېړۍ د ګډو تمریناتو وروسته د جاپان سمندر ته داخلې شوي، تر څو ګډه ګزمې وکړي.
هند او روسیه د صنعتي او اقتصادي همکارۍ نوی تړون وکړ
د هند د صنعت وزارت اعلان کړی، چې دهلي او مسکو یو نوی تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به په کلیدي برخو کې – لکه ریل پټلۍ، المونیم، سرهمېوې، او معدني ټکنالوژۍ – همکاري پراخېږي.
د دې وزارت د بيان له مخې، د هند او روسيې د صنعتي نوښت او همکارۍ د کاري ډلې يوولسمه غونډه د چهارشنبې په ورځ د دهلي نو د وانجيا بهاوان په ودانۍ کې د دواړو هېوادونو د سوداګريزو، اقتصادي، علمي، ټکنالوژيکي او کلتوري همکاريو د دولتي کمېسيون په چوکاټ کې ترسره شوه.
هند د ټرمپ له خوا لګول شوي ګمرکي تعرفې وغندلې
د هند د بهرنیو چارو وزارت، د پخواني امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د هند پر صادارتي محصولاتو د ۲۵ سلنه اضافي تعرفو پریکړه سخت وغندله.
هند دا تعرفې د روسیې د نفتو د اخیستلو له امله وضع شوي بولي، او وايي: موږ به د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ټول لازم اقدامات وکړو."
دوی ټینګار کړی،چې د ملي ګټو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي.
د پوتین او د ټرمپ استازي درې ساعته لیدنه
د روسیې د بهرني سیاست سلاکار، یوري اوشاکوف، ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ټرمپ ځانګړي استازي «استیو ویتکاف» تر منځ درې ساعته لیدنه، ډېر ګټوره او رغنده وه.
اسلووینیا د اسرائیلي تولیداتو واردات بند کړل
د اسلووینیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د اشغال شوې فلسطیني خاورې څخه د اسرائیلي مېشتځایونو محصولاتو واردات یې منع کړي.
وزارت ویلي: "دا اقدام، د غزې د بشري او امنیتي وضعیت پر وړاندې یوه اړینه غبرګون ده، او دا پیغام ورکوي چې د نړیوالو قوانینو نقض پایلې لري."