په استانبول کې د غزې په ملاتړ کې پراخې مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163322
دغه مظاهره چې په ترکیه کې د نږدې ۱۵ مدني ټولنو لخوا تنظیم شوې وه، د استانبول په "بیازاد" چوک کې د ګډونوالو په راټولیدو سره پیل شوه.
(last modified 2025-08-10T08:18:18+00:00 )
Aug 10, 2025 12:45 Asia/Kabul
  • په استانبول کې د غزې په ملاتړ کې پراخې مظاهرې وشوې

دغه مظاهره چې په ترکیه کې د نږدې ۱۵ مدني ټولنو لخوا تنظیم شوې وه، د استانبول په "بیازاد" چوک کې د ګډونوالو په راټولیدو سره پیل شوه.

پارس ټوډې - د ترکیې په استانبول ښار کښې تیره شپه  د "غزې لپاره یوه هیله شئ" تر شعار لاندې له هغو فلسطینیانو سره د پیوستون څرګندولو لپاره ډله ییزې مظاهرې وشوې چې د صهیونیسټ رژیم لخوا تر برید او نسل وژنې لاندې دي.

دغه مظاهره چې په ترکیه کې د نږدې ۱۵ مدني ټولنو لخوا تنظیم شوې وه، د استانبول په "بیازاد" چوک کې د ګډونوالو په راټولیدو سره پیل شوه.

د دې غورځنګ موخه د نړۍ د عامه افکارو پام د نسل وژنې جنایتونو او هغې محاصرې ته اړول دي چې صهیونیسټ رژیم یې لاهم په غزه کې جاري ساتي.

په زرګونو لاریون کونکو  د "اسرائیل قاتل دی، له فلسطین څخه ووځه" او "د غزې ماشومان زمونږ په تمه دي." په شان شعارونه ورکړل. ګډونوالو د ترکیې او فلسطین بیرغونه او هغو پلی کارډونه پورته کړي وو چې ورباندې د «له صهیونیسټي قاتلانو ځواب واخلو» او «اسرائیلو غزه د لوږې په لور بوولې» په شان شعارونه لیکل شوي وو.