جنرال ابنالرضا: د ایران دفاعي تګلاره بدله شوې ده
Sep 24, 2026 16:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د دفاع وزارت سرپرست، جنرال سید مجید ابنالرضا، د ایران د دفاعي تګلارې د بدلېدو خبر ورکړ.
سردار سید مجید ابنالرضا په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي: «د ملګرو ملتونو له ویناوې د ایران پیغام روښانه و؛ د ایران دفاعي تګلاره بدله شوې ده.»
هغه ټینګار کړی چې د دې نوې دفاعي تګلارې له مخې د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره د وسایلو او امکاناتو تولید په چټکۍ سره دوام لري.
نوموړي ویلي چې ایران د نوښتونو او داسې نویو وړتیاوو یوه ټولګه لري چې د دفاعي توان د بنسټیز بدلون او د هېواد د ځواک د زیاتوالي سبب کېږي.
د ایران د دفاع وزارت سرپرست په پای کې ویلي دي: «له ایران او له ملت سره د زور او ګواښ په ژبه خبرې نه شي کېدای.»
ټیګونه