امریکا د اسرائیل له خوا د غزې د نیولو غیر مستقیم ملاتړ وکړ
Aug 08, 2025 14:57 Asia/Kabul
-
«مارکو روبیو» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
پارس ټوډی - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، صهیونیستي رژیم پریکړه کوي چې د خپل امنیت لپاره څه کول پکار دي.
پارس ټوډی د فارس خبري اژانس له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» د صهیونیستي رژیم د امنیتي کابینې له خوا د غزې د تړانګې د نیولو پرېکړې تلویحي یا غیر مستقیم ملاتړ وکړ.
روبیو د پولنډي تلویزیوني شبکې "EWTN" سره په مرکه کې وویل: په پای کې دا اسرائیل دی چې پریکړه کوي د خپل امنیت لپاره څه باید وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي اشغال پر وړاندې د فلسطینیانو د مقاومت په اړه په برید سره ادعا وکړه: تر هغه وخته پورې چې حماس شتون لري، په غزه کې به هیڅکله سوله ټینګه نشي، ځکه چې حماس د اسرائیل د له منځه وړلو ارمان لري.
ټیګونه