د تاریخ د لومړني اټومي برید په اړه څومره پوهېږئ؟
پارس ټوډی - ۸۰ کاله وړاندې، امریکا ممنوعه اټومي وسله وکاروله او د «کوچني ماشوم» په مستعار نوم یې یورانیمي بم د جاپان په هیروشیما ښار وغورځاوه.
د ۱۹۴۵ کال د اګست شپږمه، امریکا د ۱۵۰۰۰ ټنه ټيانټي په اندازه انفجاري ځواک لرونکی اټومي بم پر هیروشیما وکاراوه، چې دا ښار یې ویجاړ او نږدې ۷۰ سلنه یې وسوځاوه.
د پارس ټوډی د شنبې ورځې راپور له مخې، د دې اټومي برید په لومړیو څو میاشتو کې شاوخوا ۱۴۰،۰۰۰ کسانو په هیروشیما کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او نږدې ۵۰ سلنه هغه کسان چې د انفجار له مرکز څخه ۱.۲ کیلومتره واټن کې وو، په هماغه ورځ مړه شول او د انفجار په نږدې ساحه کې د مړینې کچه له ۸۰ تر ۱۰۰ سلنې وه.
ډېری نور د هیروشیما اوسیدونکي په راتلونکو کلونو کې د وړانګو د تماس له امله د سرطان او نورو ناروغیو له کبله مړه شول.
یوازې درې ورځې وروسته، د ۱۹۴۵ کال د اګست نهمه، ناګازاکي هم د امریکايي اټومي بمبارۍ هدف شو.
په دغو دوو اټومي بریدونو کې د جاپان له ۲۲۰،۰۰۰ څخه زیات خلک مړه شول او ډېری نورو د کلونو لپاره د دې بریدونو له وژونکو پایلو سره مبارزه وکړه.
امریکا په نړۍ کې لومړنی او وروستی هېواد دی چې اټومي بم یې کارولی دی.