انګلستان: د اسرائیل له خوا د غزې د نیولو پرېکړه ناسمه ده
-
«کییر سټارمر» د انګلستان لومړی وزیر
پارس ټوډی - د انګلستان لومړي وزیر د صهیونیستي رژیم د کابینې له خوا د غزې د تړانګې د نیولو د طرحې تایید ناسمه پرېکړه وبلله او له تل ابیب یې وغوښتل چې په دې اړه بیا کتنه وکړي.
پارس ټوډی د ایرنا له قوله خبر ورکړی، چې د انګلستان لومړي وزیر «کییر سټارمر» د صهیونیستي رژیم له خوا د غزې د نیولو د پرېکړې اعلان وروسته په یوه بیان کې وویل: د اسرائیل د دولت دا پرېکړه چې په غزه کې خپل بریدونه زیات کړي ناسمه ده او باید سمدستي په دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د انګلستان لومړي وزیر ټینګار وکړ: دا اقدام به د شخړو په پای ته رسولو او د یرغمالو په خلاصون کې هیڅ مرسته ونه کړي، بلکې یوازې به نوره وینه توی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د صهیونیستي رژیم امنیتي کابینې د لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» له خوا د غزې د تړانګې د نیولو وړاندیز تصویب کړ.
د نړیوالې ټولنې فشارونه د صهیونیستي رژیم د پراخطلبانه سیاستونو او بشردوستانه حقونو د نقض په غبرګون کې، چې په غزه تړانګه کې یې قحطۍ او بشري ناورینونه رامنځته کړي، د بشري مرستو د وېش لپاره زیات شوي دي.