د مادورو پلویانو د امریکا د ګواښونو پر وړاندې لاریون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164156-د_مادورو_پلویانو_د_امریکا_د_ګواښونو_پر_وړاندې_لاریون_وکړ
پارس‌ ټوډی ـ د ونزویلا د ولسمشر پلویانو د امریکا د ګواښونو پر وړاندې د دې هېواد په پلازمېنه کاراکاس کې لاریون وکړ. 
(last modified 2025-09-04T09:02:28+00:00 )
Sep 04, 2025 13:30 Asia/Kabul
  • د مادورو پلویانو د امریکا د ګواښونو پر وړاندې لاریون وکړ

پارس‌ ټوډی ـ د ونزویلا د ولسمشر پلویانو د امریکا د ګواښونو پر وړاندې د دې هېواد په پلازمېنه کاراکاس کې لاریون وکړ. 

په دې لاریون کې ګډونوالو د ونزویلا بیرغونه په لاس کې نیولي وو او د دې هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو پر وړاندې د امریکا د ګواښونو په مقابل کې یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د یادونې وړده، چې واشنګټن خپل جنګي کښتۍ د کارابین په سمندر کې ځای پر ځای کړي او ادعا کوي چې د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه کوي.

دا اقدام د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو لخوا یو ګواښ بلل شوی دی.