اسلام،اخلاق اوتمدن؛د اوسنۍنړئ لپاره دبریکس دیني مشرانوپیغام
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164208-اسلام_اخلاق_اوتمدن_د_اوسنۍنړئ_لپاره_دبریکس_دیني_مشرانوپیغام
پارس  ټوډې - د بریکس ډلې د لسو مسلمانو غړو هیوادونو  ددیني مشرانو دویمه غونډه او د معنوي ورېښمو لارې شپږم  نړیوال کنفرانس  د  ستمیر په ۴ او ۵) په ریو دو ژانیرو ښار کې روانه ده. 
(last modified 2025-09-05T09:53:09+00:00 )
Sep 05, 2025 13:22 Asia/Kabul
  • اسلام،اخلاق اوتمدن؛د اوسنۍنړئ لپاره دبریکس دیني مشرانوپیغام

پارس  ټوډې - د بریکس ډلې د لسو مسلمانو غړو هیوادونو  ددیني مشرانو دویمه غونډه او د معنوي ورېښمو لارې شپږم  نړیوال کنفرانس  د  ستمیر په ۴ او ۵) په ریو دو ژانیرو ښار کې روانه ده. 

پارس ټوډې د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر حجت‌الاسلام والمسلمین محمدمهدي ایماني‌پور به د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي په توګه په دغې غونډې کې وینا وکړي.

ایماني‌پور به د نړیوالو اخلاقي او معنوي ارزښتونو په رول، د سولې په ټینګښت، د  دینونو او کلتورونو ترمینځ د خبرو اترو په پیاوړتیا او د څو اړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت لیدلوری وړاندې کړي.

هغه به د تمدنونو د ګډو بنسټونو پر اهمیت، چې د ملتونو او براعظمونو د نږدې کولو لپاره دي، ټینګار وکړي.

دغې  غونډې، چې د روسيې د مسلمانانو د دیني ادارې او د برازیل د مسلمانانو د ټولنو فیډریشن (FAMBRAS) له خوا په ګډه تنظیم شوې، د بریکس لس مسلمانو غړو هېوادونو او نورو اسلامي هېوادونو دیني مشران، متفکران او شخصیتونه به کوربه وي.

ګډونوال   د موضوعګانو په اړه، لکه «د نړیوالو ارزښتونو رول د خوځنده سولې په ساتنې کې» په نامې سره  او «د اورآسیا په حوزې کې د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام تجربې ؛په عنوان سره  بحثونه او نظرونه سره مبادله کوي.

د «بین‌القومي او بین‌الادیاني خبرو اترو پیاوړتیا» او «د همغږۍ د اړیکو پیاوړتیا او د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره د ملګرتیاؤ پراختیا» نورې موضوعګانې دي، چې ګډونوال  ئې په اړه بحث وکړي.

 ټاکل شوې ده د دغو دوو غونډو سره هم‌مهاله، د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ   هم ترسره شي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت نامتو قاري «حامد شاکرنژاد»   پکې ګډون کوي.

هغه تېر کال د ایران د اسلامي کلتور او  ارتباطاتو د ادړارې مشر  حجت‌الاسلام والمسلمین محمدمهدي ایماني‌پور له خوا د ایران د قرآني سفیر په توګه ټاکل شوی دی.