ولي لندن اخ و ډب لپاره د پولیسو صلاحیت زیات کړ
-
د فلسطین له پلویانو سره د انګلیسي پولیسو تاوتریخجن چلند
پارس تودی- د انګلیس حکومت د فلسطین د پلوي لاریونوالو د ځپلو په موخه د دې هیواد پولیسو ته نوې صلاحیتونه ورکړي دي.
د انګلستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې پولیسو ته به نوي صلاحیتونه ورکړل شي ترڅو د پرلپسې احتجاجونو په وړاندې د مقابلې لپاره سخت شرایط پلي کړي. دا پریکړه وروسته له هغه شوې چي په لندن کې د "فلسطین اکشن" ډلې په ملاتړ کې د مظاهرو له امله څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي وو. دا پریکړه، لکه څنګه چې منتقدان وايي، د انګلستان د لومړي وزیر کیر سټارمر د سیاسي او اقتصادي بحران او د لندن د کورني ځپونکې سیاستونو او د صهیونیستي رژیم له بې قید او شرط ملاتړ او نړیوالې جګړهمارۍ سره مستقیمه اړیکه منعکس کوي. د پارس تودي راپور له مخې چې د نورنیوز له قوله دی، د پولیسو د واکونو زیاتولو اعلان په داسې حال کې دی چې د سټارمر حکومت د بې ساري اقتصادي او ټولنیز بحران په څپو کې ښکېل دی. د انګلیس د لومړي وزیر اقتصادي ژمنې په عمل کې له ماتې سره مخ شوې او حتی د بریکسټ له منځه وړل هم د دې هیواد د زړې شوې اقتصاد زخمونو لپاره علاج نه شي جوړېدای.
پراخه مالیاتي فشار، د ټولنیزو بودجو کموالی او د سټارمر له خوا د "دردناکو بودجوي پریکړو" اعتراف ښيي چې لندن د اقتصادي تمتیا او عامه نارضایتۍ په لور روان دی. د احتجاجونو محدودولو لپاره د پولیسو د صلاحیتونو زیاتوالی، له امنیتي اقدام نه زیات، د اتحادیو او کارګر پرګنی د احتجاجونو د څپو د کنټرول لپاره یوه سیاسي هڅه ده.
د سټارمر حکومت د اوکراین د جګړې دوام او په لوېدیځه آسیا کې د تاو تریخوالي په رامنځته کولو سره هڅه کوي کورني فشارونه کم کړي، خو په حقیقت کې دا کار د لندن له کوڅو څځه بحران نړیوالې ساحې ته انتقالوي.
د سټارمر او ټرمپ ترمنځ انديښمنونکې ورته والي
په داخلي او بهرني ډګر کې د کارګر ګوند د حکومت سیاستونه په انديښمنونکې چټکتیا سره د تندلاریتوب په لور روان دي. د سټارمر حکومت د ډونالډ ټرمپ په څېر، د ملي پالو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د مهاجرینو او اقلیتونو د ځپلو په لور ګام اخیستی دی. د دایمي استوګنې د شرایطو سختولو لپاره، د انګلیس د کورنیو چارو وزارت نوې پروګرام د دې لارې یو روښانه مثال دی؛ په داسې حال کې چې مهاجرین د دې هېواد د کاري ځواک او ټولنیزو خدمتونو مهمې برخې جوړوي. په بهرني ډګر کې هم، د انګلیس حکومت د ایران د تیلو د ملي شرکت د شتمنیو د ضبطولو او د ایراني ادارو پر وړاندې د سختو بندیزونو له لارې، په حقیقت کې د امریکا د دښمنانه سیاستونو په لومړۍ کرښه کې عمل کوي. له واشنګټن سره دا څرګنده همغږي، په هغې کندې کې د سټارمر د حکومت د ښکېل کېدو نښه ده چې وار له مخکې ټرمپ امریکا پکې ښکېله کړې ده؛ د پوپولیزم، تناقض او دروغو کنده.
لندن او له اسرائیل څخه د ملاتړ پټه څېره
د پولیسو د صلاحیتونو زیاتوالی په داسې وخت کې اعلانیږي چې په انګلیس کې د صهیونیستانو په خلاف احتجاجونه خپل اوج ته رسیدلي دي. د غزې د خلکو په ملاتړ لسګونه احتجاجونه د لندن او منچسټر کوڅې ډکې کړي او د انګلیس عامه افکار یې د اسرائیل د جنایتکارانه سیاستونو پر وړاندې راپارولي دي. له تل ابیب څخه د لندن حکومت بشپړه ملاتړ، د غزې د مدیریت لپاره ټوني بلېر ته د رول په نظر کې نیولو څخه بیا په رفح کې په نسل وژنې بانې د سترګو تر پټولو پورې، د انګلیس د سیاسي جوړښت او صهیونیستي لابي ترمنځ د ژورو اړیکو په اړه شهادت ورکوي. د "مذهبي ټولنو د امنیت د تامینولو " ادعا په حقیقت کې د صهیونیستي ضدو احتجاجونو د سرکوب لپاره یوه پوښښ دی او د پولیسو د صلاحیتونو زیاتوالی د تل ابیب د جګړهمارانه او غیرمشروع سیاستونو د دفاع لپاره په یوه وسیله بدله شوې ده.
د اعتراض د حق په وړاندې د لندن ښکاره تناقض
د انګلیس حکومت، چې په نورو هېوادونو کې احتجاجونه د "آزادي غوښتنې غورځنګونو" په نوم یادوي او په ګډوډیو او بلواو باندې د هغوی له بدلون څخه د هغو د ګډوډۍ او بلواګرۍ بدلولو ملاتړ کوي، نن په خپل هېواد کې د بیان د آزادۍ په محدودولو سره خپله اصلي څېره ښکاره کړې ده. هغه سیاستوال چې د ایران یا روسیې په اړه د احتجاجونو په تړاو د "خلکو د لاریون د تر سره کولو په حق" خبرې کولې، اوس په لندن کې د لاریون محدودوونکی قانون تصویبوي. د دې څرګند دوه مخي سیاست په وړاندې، د لوېدیځ د بشري حقونو مدعي بنسټونه هم چوپ پاتې دي. د اروپا د بشري حقونو شورا او اړوند سازمانونه د دې ځپونکې قانون او د مدني آزاديو د ښکاره نقض په وړاندې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی؛ چوپتیا چې د سیاسي کاری او دوه ګونی معیار نښه ده، کوم چې کلونه کلونه د بشري حقونو په اړه د لوېدیځ په چلند کې روان دی.