په لاتیني امریکا کښې د شخړو له سختولو د امریکې اهداف
پارس ټوډی - د ډونالډ ټرمپ په بیا ټاکل کېدو سره، متحده ایالاتو په لاتینې امریکا کې یوه نوې پالیسي غوره کړې چې په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوې ده.
د پارس ټوډې په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو اونیو کې په لاتینې امریکا کې د واشنګټن د نویو اهدافو په اړه د تحلیل یوه څپه پیل کړې ده او په دې لړ کښې یې په وینزویلا باندې پوځي فشار زیات کړی، په ارجنټاین کې یې د خاویر میلي حکومت ته ۲۰ ملیارد ډالر مالي مرسته ورکړې او په پاناما کانال کې یې د چین نفوذ د کمولو هڅه کړې ده.
په لاتینې امریکا کې د دې اقداماتو په برخه کې د امریکا اهداف د جیوپولیتیک نفوذ ساتل، د چین او روسیې په څیر سیالو قدرتونو سره مقابله کول او په سیمه کې د خپلو اقتصادي او امنیتي ګټو خوندي کول دي.
د دې پالیسۍ له اصلي محورونو څخه یو،د وینزویلا په څیر په چپ اړخو حکومتونو فشار دی. په دې برخه کې، وینزویلا یو ځل بیا د ځواک د ښودلو اصل ډګر ګرځیدلی دی. کارابین ته د جنګي کښتیو لیږل او د نیکولاس مادورو د حکومت په وړاندې د سختو بندیزونو لګول د حکومت کمزوري کول او د مخالفینو ملاتړ کول دي.
په دې وروستیو اونیو کې، ټرمپ هڅه کړې چې کارابین ته د جنګي کښتیو په لیږلو سره وینزویلا تر نیغ په نیغه فشار لاندې راولي. دا په داسې حال کښې دي چې په لاتیني امریکا کې د متحده ایالاتو د تیرو لاسوهنو تجربو ښودلې چې نظامي اقدام په ندرت سره یعنې ډیر کم د سیاسي ثبات لامل کیږي.
د امریکې ولسمشر د مخدره توکو له قاچاق سره د مبارزې په ادعا سره، د وینزویلا د کارابین ساحل ته پراخ پوځي تجهیزات استولي دي چې په کښې په لارښود یا ګایډډ توغندیو او ایف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو سنبالې بینړۍ ، یو اټومي اوبتل او شاوخوا ۶ زره ۵۰۰ نظامي ځواکونه شامل دي. همداشان په کارایب سمندر کښې په وړو کشتیو باندې د امریکې په حملو کښې تراوسه ۳۲ کسان وژل شوي دي.
له بلې خوا، د ټرمپ حکومت د پارونکي اقداماتو له امله د امریکې او کولمبیا ترمنځ تاوتریخوالی هم مخ په زیاتیدو دی، او د دواړو خواوو لفظي بریدونه ډیر شوي دي. پدې برخه کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل کولمبیايي سیال ګوستاو پیټرو "د مخدره توکو سوداګر" وباله، او پیټرو د متحده ایالاتو ولسمشر "بې ادبه او متکبر" وباله.
د یکشنبې په ورځ، ټرمپ په خپل ټولنیز میډیا حساب Truth Social کې پیټرو په کولمبیا کې "ډیر غیر مشهور" کس وباله، او زیاته یې کړه: "سر له نن څخه به په کولمبیا باندې ټولې مرستې او سبسډۍ بندې شي.
د کولمبیا ولسمشر هم په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ د ادعاوو په ځواب کې لیکلي: "زه له سره سوداګر نه یم، د مخدره توکو سوداګر خو لاپریږده."
پیټرو زیاته کړه چې ټرمپ د کولمبیا په وړاندې "بې ادبه او مغرور" د او "خپلو صلاحکارانو غولولی دی."
متحده ایالاتو کولمبیا تورنه کړې چې د کوکاین تولید په وړاندې مبارزه کې همکاري نه کوي او په 30 کلونو کې په لومړي ځل، کولمبیا د هغو هیوادونو په لیست کې شامله کړی چې د مخدره توکو په وړاندې جګړه کې همکاري نه کوي. له دې اقدام وروسته، کولمبیا له متحده ایالاتو څخه د وسلو اخیستل بند کړي دي.
په ورته وخت کې، د ټرمپ اداره د پاناما کانال پورې اړوند بندرونو او لارو مدیریت کې د چینایي شرکتونود شتون پای ته رسولو لپاره یوه معامله په پام کې نیسي. پداسې حال کې چې دا اقدام کولی شي د پاناما کانال په حیاتي لاره کې د چین نفوذ محدود کړي، بیجینګ احتمال لري چې، له اکوادور څخه تر چیلي پورې د سیمې په نورو هیوادونو کې د خپلو پانګونو په زیاتولو سره ځواب ووایی.
په دې توګه، واشنګټن په لویدیځ نیمه کره کې له چین سره یوې نوې جیوپولیتیک سیالۍ ته ننوتلی دی، یوه داسې سیالي چې د تایوان لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ او له چین سره د سوداګرۍ جګړې سره یوځای، کولی شي د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د سړې جګړې رامینځته کیدو لامل شي.
لاتیني امریکا تل د واشنګټن د بهرني سیاست لپاره لومړیتوب لري ځکه چې دا ستراتیژیک موقعیت، بډایه طبیعي سرچینې او د متحده ایالاتو سره جغرافیایي نږدې والی لري. په وروستیو کلونو کې، د پاناما کانال په څیر مهمو زیربناوو کې د چین د زیاتیدونکي نفوذ او د سیمې په هیوادونو کې د پراخو پانګونو سره، متحده ایالاتو هڅه کړې چې د نظامي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو اقداماتو له لارې دا رجحان کنټرول کړي.
داسې ښکاري چې له امنیتي لید څخه، متحده ایالات د لاتیني امریکا په اړه اندیښمن وي چې د سیالو قدرتونو، په ځانګړې توګه د چین لپاره د نظامي او استخباراتي نفوذ مرکز وګرځي. په هم دې وجه هڅه کوي چې د خپل نظامي شتون پیاوړي کولو او د امنیتي قراردادونو په پای ته رسولو سره په سیمه کې خپل کنټرول وساتي.
له بلې خوا، په لاتین امریکا کې د واشنګټن پلوه ښي اړخو ولسمشرانو او رژیمونو د ملاتړ لپاره، د ټرمپ ادارې په ارجنټاین کې د خاویر میلی ښي اړخي حکومت ته د 20 ملیارد ډالرو پور ورکړی دی، کوم چې په وروستیو اونیو کې یو له خورا جنجالي پریکړو څخه ده.
د ارجنټاین حکومت ته د دې لوی مالي مرستې چمتو کول او د متحدو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا د بهرني نفوذ په وړاندې د متحد بلاک رامینځته کولو لپاره د واشنګټن د ستراتیژۍ یوه برخه ده.