شمالي کوریا یو بالسټک توغندی وآزمایه
Oct 22, 2025 10:39 Asia/Kabul
پارس ټوډی: د جنوبي کوریا پوځ وویل چې شمالي کوریا یو نامعلوم بالسټک توغندی توغولی دی.
پارس ټوډی: د جنوبي کوریا پوځ وویل چې شمالي کوریا یو نامعلوم بالسټک توغندی توغولی دی.
د جنوبي کوریا پوځ نن سهار د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې شمالي کوریا یو نامعلوم بالسټک توغندی توغولی دی.
دا په تیرو پنځو میاشتو کښې د شمالي کوریا د توغندیو وړومبنۍ آزموینه ده.
د جنوبي کوریا یونهاپ خبري آژانس ویلي چې دغه توغندی د شمالي کوریا د ختیځو سواحلو په خوا کښې د سمندر په لور توغول شوی دی.
شمالي کوریا په وروستي ځل د مۍ په اتمه نیټه بالسټک توغندي ازمایلي وو.
ټیګونه