ګارډین: اروپایي اتحادیه د غزې په جګړه کې شریکه وه
پارس ټوډی – یوې انګلیسي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي: اروپایي اتحادیه نه یوازې د غزې د جګړې پر مهال د فلسطینیانو پر ضد په ترسره شويو جنایتونو کې شریکه وه، بلکې اوس هم غواړي د امریکا د ولسمشر د سولې د وړاندیز شوې طرحې په پلمه د صهیونیستي رژیم د سزا ورکولو له مسوولیت څخه ځان خلاص کړي.
د پارس تودي د راپور له مخې، د «ګارډین» ورځپاڼې شنونکې ناتالي توچي په یوه انتقادي لیکنه کې د غزې په جګړه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې د اروپا او امریکا د رول په اړه غندنه کړې او لیکلي یې دي:
اروپا او امریکا د غزې جنایاتو په وړاندې؛ چوپتیا چې د شریکۍ بوی لري
د غزې د اوسني بشري ناورین په منځ کې، د لویدیځو قدرتونو، په ځانګړي ډول د اروپایي اتحادیې او امریکا چوپتیا او بېپروايي نه یوازې د پوښتنې، بلکې د اندېښنې وړ هم ده.
په داسې حال کې چې زرګونه بېګناه فلسطینیان، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې، د صهیونیستي رژیم د بېدرېغه بریدونو قرباني شوي، د لویدیځ غبرګون نه د مخنیوي په مانا، بلکې د دغو جنایتونو د توجیه او مشروعیت بڼه لري.
دوهګونی معیار او اخلاقي سقوط
د ګارډین مشهوره شنونکې توچي لیکي چې اروپا د غزې د اوربند له پلې کېدو وروسته، پر ځای د دې چې د جنایتونو د بندولو فعال رول ولوبوي، له دې اوربند څخه د خپلو اخلاقي او قانوني مسوولیتونو د تېښتې په پلمه ګټه اخلي.
هغې څرګنده کړه چې اروپا د اوکراین د جګړې پر مهال د روسیې پر وړاندې له قاطعیت او بندیزونو کار اخلي، خو د اسراییلي رژیم په وړاندې حتی د سمبولیک فشار له لګولو هم ډډه کوي.
د جنایتونو شراکت د بېپروايۍ په پلمه
توچي په ډاګه کړې چې د اروپایي هېوادونو حکومتونه او د اروپایي اتحادیې ادارې د اسراییلو له اقتصادي، پوځي او سیاسي همکاریو ته په دوام ورکولو سره د دغه رژیم په جنګي جنایتونو کې شراکت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي هېوادونو د وګړو، په ځانګړي ډول د ځوانانو غوسه په څرګنده ډېره شوې او د ملتونو او حکومتونو تر منځ واټن ژور شوی دی.
د سولې طرحه که د تیښتې لاره؟
د ګارډین شنونکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې وړاندیز شوې طرحې ته چې د اوربند، د ځینو بنديانو خوشې کېدل او د بشري مرستو داخلېدل پکې شامل دي، اشاره کړې او لیکلي یې دي:
دا طرحه د عدالت او حسابورکونې پر ځای د اروپا د تیښتې وسیله ګرځېدلې، ځکه چې اروپا د همدې طرحې تر سیوري لاندې له اسراییلو سره د هر ډول بندیز له لګولو ډډه کړې او د اروپایي کمیسیون حتی نرمې سپارښتنې د اسراییلو د افراطي وزیرانو د بندیز لپاره هم نهدي عملي کړي.
غزه؛ د نړۍ لپاره د وجدان ازموینه
ناتالي توچي په پای کې لیکلي: په داسې نړۍ کې چې ځان د بشري حقونو او عدالت مدافع بولي، د نسلوژنې او د بشریت پر ضد د جنایتونو پر وړاندې بېغوري نه یوازې د توجیه وړ نه ده، بلکې د مجرمانو ښکاره شراکت بلل کېږي.
اروپا او امریکا باید پوه شي چې تاریخ به د ظلم پر وړاندې چوپتیا هېره نه کړي، او که لویدیځ غواړي چې خپل اخلاقي باور وساتي، نو باید له دوهګونو سیاستونو لاس واخلي او په پرېکنده توګه د غزې د جګړې د صهیونیستي رژیم جنایتونو ته ځواب ووایي.