د انګلستان شاهزاده له شاهي لقبونو محروم شو
پارس ټوډی - د باکینګهم ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د انګلستان د پاچا ورور انډرو به د انډرو مونټباټن ویندزور په نوم وپېژندل شي او نور به د هیڅ شاهي لقب کارولو حق ونه لري.
د ګارډین ویبپاڼې لیکلي: د باکینګهم ماڼۍ اعلان وکړ چې شاهزاده انډرو خپل شاهي لقبونه له لاسه ورکوي او د ویندزور په رویال لاج کې به خپل استوګنځی پرېږدي.
ماڼۍ زیاته کړه چې پاچا چارلز د شاهزاده انډرو د لقبونو او افتخاراتو د رسمي حذفولو پروسه پیل کړې او هغه به اوس د انډرو مونټباټن ویندزور په نوم پېژندل کېږي.
ویل کېږي چې پاچا په دې پریکړه کې د ویلز د شاهزاده ملاتړ درلود او انډرو دې پروسې ته اعتراض نه دی کړی.
دا پریکړه د شاهي کورنۍ د اعتبار د زیانمن کېدو په اړه د اندېښنو له امله وشوه، ځکه چې د انډرو او د ماشومانو د آزار مجرم جفري اپستین ترمنځ د دوستۍ او د اپستین د قضیې یوې قربانۍ ویرجینیا جوفري لخوا پر هغه د جنسي تېري تورونو په اړه دوامداره خبري سرټکي د اندېښنې وړ وو.