خبرونه | شمالي کوريا: د امریکا په وړاندې درېږو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166914-خبرونه_شمالي_کوريا_د_امریکا_په_وړاندې_درېږو
پارس‌ ټوډی – د ایران سفارت په مکسیکو کې د امریکا او صهیونیستي رژیم هغه تازه تور ته غبرګون ښودلی، چې وایي تهران ګواکې د دې رژیم د سفیر د وژلو د پلان هڅه کړې ده.
(last modified 2025-11-08T07:30:20+00:00 )
Nov 08, 2025 11:59 Asia/Kabul
  • په ښي لور کې: کوانګ چول، د شمالي کوریا د دفاع وزیر
    په ښي لور کې: کوانګ چول، د شمالي کوریا د دفاع وزیر

پارس‌ ټوډی – د ایران سفارت په مکسیکو کې د امریکا او صهیونیستي رژیم هغه تازه تور ته غبرګون ښودلی، چې وایي تهران ګواکې د دې رژیم د سفیر د وژلو د پلان هڅه کړې ده.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، په مکسیکو کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي: دا ادعا چې ایران د مکسیکو په پلازمېنه کې د صهیونیستي رژیم د سفیر د ترور هڅه کړې، یو لوی او رسنیز دروغ دی چې هدف یې د ایران او مکسیکو تاریخي او دوستانه اړیکې خرابول دي، او موږ یې په کلکه رد کوو.

په اعلامیه کې له دې سره ټینګار شوی، چې ایران او مکسیکو ګډې ګټې لري او د مکسیکو امنیت او ابرو، د ایران امنیت او ابرو هم ده.

سفارت څرګنده کړې: موږ هېڅکله پر هغه باور او اعتماد چې د مکسیکو حکومت پر موږ کړی، خیانت نه کوو.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې د امریکا او صهیونیستي رژیم نوی تور رد کړی او ویلي یې دي چې د ادعا شوې حملې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

 

د غزې اوربند په اړه د امریکا د کانګرس د غړو غوښتنه

۱۲۵ دموکراټ غړو د جمعې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو څخه غوښتي چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د توافق د عملي کېدو او فلسطیني ملکي وګړو ته د بشري مرستو د لاسرسي د تضمین لپاره اقدام وکړي.

همدارنګه ۱۰۴ غړو د امریکا کانګرس غوښتنه کړې چې په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د کورونو ویجاړول باید ودرول شي. دغو ۱۰۴ غړو په یوه لیک کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کړنه ظالمانه او غیرقانوني بللې او ټینګار یې کړی چې دا سیاست نه یوازې د لوېدیځې غاړې د خلکو ژوند او امنیت ګواښي، بلکې د امریکا په سیاسي ملاتړ کې د کمښت سبب کېدای شي.

 

په جنوبي لبنان باندې د صهیونیستي رژیم ډرون برید

رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکوي چې صهیونیستي رژیم د جنوب لبنان پر بلیدا ښارګوټي برید کړی.

د را پورونو له مخې؛ د دغه رژیم یوې ډرون الوتکې په مرجعیون ولسوالۍ کې پر یوې سیمې دوه توغندي ویشتلي دي.

ځینې رسنۍ وایي چې په دغه برید کې د سړک جوړونې وسایط په نښه شوي او یو تخنیکي ماشین زیانمن شوی دی.
په همدې مهال حزب‌الله په یوه رسمي بیانیه کې ولسمشر، لومړی وزیر، د پارلمان رئیس او د لبنان ولس ته په خطاب کې ټینګار کړی چې دغه ډله او د لبنان دولت له اوربند سره له اعلان شوې ورځې تر اوسه په بشپړ ډول ژمن پاتې دي.

 

د واشنګټن – سئول امنیتي غونډې ته د شمالي کوریا غبرګون

د شمالي کوریا د دفاع وزیر کوانګ چول، د امریکا او جنوبي کوریا د دفاعي مشرانو د غونډې په اړه، چې د نومبر په ۴مه (لړم ۱۳مه) په سئول کې ترسره شوې وه، ویلي: موږ په ښه توګه پوهېږو چې امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې د خصومت سیاست پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، موږ به تر وروستۍ شېبې پورې د دې په مقابل کې ودرېږو او له ځواب ورکولو به ډډه ونه کړو.

 

په اوکراین کې د سویډني جنګی الوتکو د تولید لپاره د اوکراین او سویډن هوکړه

د اوکراین د دفاع وزیر، دنیس شمیهال ویلي چې هېواد یې له سویډن سره پر دې هوکړه رسېدلی چې د "ګریپن" پرمختللې جنګي الوتکې به د اوکراین په خاوره کې بومي تولید شي.
د ده په وینا، دغه پروسه به په ۲۰۳۳ کال کې پیل شي او له لویو برخو د راټولولو څخه نیولې تر د پرزو تولید پورې، د پراخه کچې فعالیتونه به پکې شامل وي.

هغه زیاته کړه چې د اوکراین او سویډن دفاعي چارواکو د ۱۵۰ الوتکو د سپارلو تړونونه هم په تفصیل سره ارزولي او وروستي کړي دي.