د انګلس پر سلطنتي کورنۍ د رسوايۍ سیوري زیاتېدل
پارس ټوډې - د امریکايي شتمن او له نابالغه نجونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې شبکې مشر د جفری اپسټین سره تړلې جنسي رسوايي، یوځل بیا د انګلستان سلطنتي کورنۍ له بحران سره مخ کړې ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د امریکا د عدلیې وزارت له خوا تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې د انګلستان د پاچا ورور شاهزاده انډرو دروغ ويلي او هغه نجلۍ چې هغه یې په ځوانۍ کې په جنسي اړيکو تورن کړی، د هغه د ادعا په خلاف، پېژني.
د دې اسنادو افشا کېدو او د عامه افکارو د زیاتېدونکي فشار له امله، چارلز پاچا، له شاهزاده انډرو څخه د سلطنتي القابو او افتخارونو د اخیستو رسمي بهیر پیل کړی او اوس هغه د انډرو مونټ-باتن ویندزور په نوم پېژندل کېږي.
همدارنګه، د شاهزاده انډرو د استوګنې ځای سلطنتي ماڼۍ هم له هغه څخه اخیستل شوې او بل کور ته لېږدول شوی دی.
انډرو تورن دی چې څو ځله په کم عمر کې د اپسټین له قربانیانو څخه پر ویرجینیا جوفري تیری کړی او له شکایت څخه د مخنیوي لپاره، میلیونونه ډالر یې هغې ته ورکړي دي.
جوفري چې ځان یې «جنسي غلامه» نومولې وه، د راپورونو له مخې، څو میاشتې مخکې ځان وژلی دی.
جفري اپسټین هم چې د جنسي دلالۍ او له نابالغه نجونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د امریکا په زندان کې بندي وو، د چارواکو په وینا، ځان وژلی دی.
خو دا چې د هغه د مړینې پر مهال د زندان کمرې خاموشه وي، د هغه د ځان وژنې په اړه جدي شکونه رامنځته کړي او اوس د انګلستان د پارلمان یو شمېر استازي د اپسټین له شبکې سره د انډرو د اړیکو په اړه د پولیسو د څېړنې غوښتنه کړې ده.
د امریکا د محکمې په دې اسنادو کې د بیل کلنټون، ډونالډ ټرمپ او شاهزاده انډرو په ګډون، له ۱۷۰ څخه زیاتو کسانو نومونه څو ځله تکرار شوي، خو لا هم د دې قضیو قضايي څېړنه نه ده پیل شوې.