آلماني ورځپاڼه: ممکن زلنسکي استعفا ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i167210-آلماني_ورځپاڼه_ممکن_زلنسکي_استعفا_ورکړي
پارس ټوډې - یوې آلماني ورځپاڼې ویلي که د اوکراین ولسمشر په نژدې کړیو کې بل فساد افشا شي، د زلنسکي د استعفا احتمال شته.
(last modified 2025-11-15T09:06:41+00:00 )
Nov 15, 2025 13:25 Asia/Kabul
  • آلماني ورځپاڼه: ممکن زلنسکي استعفا ورکړي

پارس ټوډې - یوې آلماني ورځپاڼې ویلي که د اوکراین ولسمشر په نژدې کړیو کې بل فساد افشا شي، د زلنسکي د استعفا احتمال شته.

جرمني ورځپاڼې Berliner Zeitung د جمعې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي احتمالاً که د هغه په نژدې کړیو کې بل فساد افشا شي، استعفا به ورکړي.    

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې راپور کې راغلي: زلنسکي په داسې حال کې واک ته ورسېد چې د اوکراین خلکو ته یې د فساد پر ضد د مبارزې ژمنه کړې وه، خو نه یوازې په دې برخه کې ناکامه شوی، بلکې فساد او ګډوډیو ته یې اجازه ورکړې چې دومره پراخ شي چې د هېواد ملي امنیت ته ګواښ وکړي.

دا راپور زیاتوي: زلنسکي خپلو ملګرو او نژدې کسانو ترمنځ د ګډوډۍ پراخېدو ته اجازه ورکړې چې ځینې یې رسمي پوستونه هم نه لري.

مخکې د اوکراین ملي دفتر د فساد پر ضد مبارزې له خوا د اوو کسانو پر ضد د انرژۍ برخه کې د فساد په تور د سزا صادرولو خبر ورکړی وو.