د کاناډا لومړي وزیر: نړۍ پرته له امریکا هم مخته ځي
Nov 24, 2025 15:09 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د کاناډا لومړي وزیر وايي چې د امریکا رول په نړیوال اقتصاد کې ډېر لوړ ښودل شوی او ډېرې ستونزې پرته له واشنګټن څخه هم حل کېدلی شي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په جنوبي افریقا کې د G20 غونډې پر مهال وویل چې د نړیوال اقتصاد مرکزي ټکی له امریکا څخه لرې کېږي او نړۍ کولای شي پرته له دې هېواد څخه هم خپلې لارې ته دوام ورکړي.
کارني د امریکا د نه ګډون په یادولو سره وویل چې حاضر هېوادونه د نړۍ درې پر څلورمه نفوس او تجارت استازیتوب کوي، مهمې پرېکړې یې وکړې او دا د اقتصادي قدرت د توازن بدلون ښيي.
د کاناډا لومړي وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې غواړي له هند، چین او جنوبي افریقا سره همکاري پراخه کړي او د واشنګټن لخوا د غونډې تحریم یې د امریکا لپاره ځانته زیانمن عمل وباله.
ټیګونه