۲۰۲۹ کال؛ د جګړې که د ارامۍ کال؟
پارس ټوډې – د ناټو استخباراتي ارزونې او د اروپا په امنیت کې د امریکا د رول کمېدل، ۲۰۲۹ کال د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو په دفاعي محاسباتو کې په یوه ډېر حسّاس پړاو بدل کړی دی.
د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) وروستۍ استخباراتي خبرداری ښيي چې روسیه کېدای شي د دې لسیزې تر پایه د ناټو پر غړو د برید توان ترلاسه کړي؛ که څه هم تراوسه روښانه نه ده چې دا ګواښ تر کومه بریده واقعي دی. هغه څه چې دا سناریو جدي کوي، د دوو مهمو بهیرونو هممهالي ده: د اوکراین د جګړې تر سیوري لاندې د روسیې د پوځي ځواک پرلهپسې پیاوړتیا، او د اروپا په امنیت کې د امریکا د رول ورو، خو دوامدار کمېدل. دا ترکیب، په ځانګړې ډول د جرمني لپاره، یو بېساری د خطر زنګ بلل کېږي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د دغو اندېښنو ریښه د ناټو د ۲۰۲۳ کال پوځي راپور ته ورګرځي؛ هغه راپور چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې وړاندوینه کړې وه چې روسیه به د پنځو کلونو په موده کې د یوه ۱.۵ میلیوني پوځ د منظمولو توان پیدا کړي. لومړنی تاریخ چې ۲۰۲۸ کال وو، وروسته د سیاسي ملاحظاتو له امله "۲۰۲۹" او بیا "د لسیزې پای" ته بدل شو؛ هغه بدلون چې ښيي دا نېټه د یوه قطعي استخباراتي حقیقت پر ځای د اروپایي افکارو د مدیریت او د دفاعي هڅونې وسیله ده.
له بلې خوا، له اروپا سره د امریکا واټن نیول اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي. د جرمني قوماندانان له پنټاګون سره د مستقیمو اړیکو د کمېدو خبره کوي، او د واشنګټن له لورې جرمني ته د ناټو دپوځي رهبري وړاندیز د باور نښه نه، بلکې د امریکا د ستراتیژیک بدلون یو خبرداری بلل کېږي. دا وضعیت اروپا له یوې بنسټیزې پوښتنې سره مخ کوي : که امریکا په حساسه شېبه کې د ناټو تر څنګ ونه درېږي، آیا دا تړون به لا هم اغېزمن پاتې شي؟
د ناخالص کورني محصول تر ۳.۵ سلنې د جرمني د پوځي بودجې لوړوالی او د دغه هېواد د پوځ (بوندسویر) د اروپا تر ټولو قوي پوځ باندې د بدلولو هڅې، یوازې د یوه پوځ بیارغول نه ده، بلکې د یو نوي امنیتي هویت د جوړونې مانا لري. سره له دې، اصلي پوښتنه لا هم پر ځای ده: آیا روسیه د برید نیت لري؟ شواهد ښيي چې د ګواښ ظرفیت لرل پخپله یوه سیاسي وسیله ده چې اروپا تر فشار لاندې راولي او د ناټو انسجام وازمويي.
۲۰۲۹ کال نه په حتمي توګه د جګړې کال دی او نه د ارامۍ؛ خو بېله شکه هغه کال دی چې اروپا ته به اړه کړي چې امنیت نور د فرضیې په توګه نه، بلکې د یوه فعال او اړینې پروژې په توګه وګني.