په ونزویلا د امریکاحملې وښودله، ټول باید پوځي قدرت زیات کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169190-په_ونزویلا_د_امریکاحملې_وښودله_ټول_باید_پوځي_قدرت_زیات_کړي
پارس ټوډی - د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري میدودوف  د ونزویلا په ضد  دامریکا پوځي برید ته اشاره وکړه او وې ویل چې دغه عملیات ثابتوي چې هر هیواد باید خپل وسله وال ځواکونه پیاوړي کړي.
(last modified 2026-01-04T08:29:57+00:00 )
Jan 04, 2026 12:52 Asia/Kabul
  • په ونزویلا د امریکاحملې وښودله، ټول باید پوځي قدرت زیات کړي

پارس ټوډی - د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري میدودوف  د ونزویلا په ضد  دامریکا پوځي برید ته اشاره وکړه او وې ویل چې دغه عملیات ثابتوي چې هر هیواد باید خپل وسله وال ځواکونه پیاوړي کړي.

 د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري میدودوف  د شنبې په ورځ د امریکا لخوا د ونزویلا پر وړاندې د پوځي تېري په غبرګون کې وویل: " په کاراکاس کې د واشنګټن لخوا دا اقدام ثابتوي چې هر هیواد باید خپل پوځ ځواکمن کړي او اجازت ورنه کړي چې «سرزوري   او ګستاخ شتمن  د نظام  په بدلولو سره د هیوادونو برخلیک وټاکي.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، د روسیې د ملي امنیت د شورا  مرستیال دیمیتري مدودوف  ټینګار وکړ چې د امریکا برید پر یوه هغه  خپلواکه هیواد ؤ چې هیڅ ډول ګواښ ئې د متحده ایالاتو ته نه درلود، او دا هماغه څه ده چې امریکا ورته «سوله» وائي.

هغه وویل: "د تش په نامه ډيموکراټيک  اروپا کې  د ونزویلا د پیښو په اړه تقریباً بشپړ  چپتیا سیوری غوړولی دی .

میدوډف په پاي کې په کنائې سره  وویل چې د امریکا دغه اقدامات د «ډونالډ ټرمپ» د سولې نوبل جایزې د ترلاسه کولو په لور یو بل ځلانده ګام دی او دا ثابته وي چې باید هیوادونه خپل پوځی قدرت  پیاوړی کړي  او ددغه شان    دوکه بازو په  دړکو او شعارونو ونه غولیږي.