د سیمې هېوادونه ولې د ایران ثبات غواړي؟
-
د ایران د ملت د یووالي او مقاومت بنر
پارس ټوډی – په ایران کې وروستیو ګډوډیو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د پوځي برید ګواښ، چې د تش په نوم معترضانو د ملاتړ په پلمه شوی، د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي.
د پارسټوډی د راپور له مخې، د ترکيې د «ډېلي صباح» وېبپاڼې د مصطفی جانر په قلم د جنورۍ په ۱۵مه د «څوک په ایران کې د حکومت د ړنګېدو غوښتونکي دي؟» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې، چې پکې په ایران کې وروستۍ ګډوډۍ او د ټرمپ د پوځي یرغل ګواښ څېړل شوی؛ هغه څه چې د سیمې د هېوادونو اندېښنه یې راپارولې ده.
د سیمې ژئوپولیټیک بدلونونه
د لیکوال له نظره، په ایران کې ګډوډۍ په داسې وخت کې رامنځته شوې چې سیمه له ژورو ژئوپولیټیک بدلونونو سره مخ ده. تر دې دورې وړاندې تر ټولو لوی بدلون د اسلامي بیدارۍ څپه وه، چې د لوېدیځې اسیا او شمالي افریقا سیاسي جوړښتونه یې بدل کړل او ایران ته یې دا زمینه برابره کړه چې په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې خپل نفوذ پراخ کړي.
دې وضعیت ځینو عربي هېوادونو ته دا انګېرنه پیدا کړه چې ایران د بېثباتۍ لامل دی، او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال پر تهران فشارونه اوج ته ورسېدل.
خو د کرونا وبا وروسته او د خپلو سیمهییزو متحدینو څخه د امریکا د ملاتړ په کمېدو سره، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او مصر هم له نوو ننګونو سره مخ شول.
د اوکراین جګړې نړیواله بېثباتي لا زیاته کړه او د سیمهییز ثبات اړتیا یې لوړه کړه. په همدې فضا کې ایران او سعودي عربستان په ۲۰۲۳ کال کې د اړیکو عادي کولو پرېکړه وکړه، او ترکیې هم له عربي هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړې.
د اکتوبر اوومې پېښې او د اسرائیلو رول
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته، اسرائیل د سیمې د بېثباتۍ تر ټولو مهم سرچینه بلل کېږي. پر لبنان، سوریه او ایران د اسرائیلو بریدونو د ټولې سیمې امنیت ګواښلی دی. د اسرائیلي پوځي الوتکو د بېلابېلو هېوادونو له فضا تېرېدل، او آن د قطر په څېر هېوادونو په نښه کېدل، د تاوتریخوالي پراخېدل ښيي.
اسرائیل په نورو پېښو کې هم رول لري؛ له سوډان کړکېچه نیولې د افریقا تر بدلونونو، او په سومالیلنډ کې د بېلتونپالنې تر ملاتړ پورې. دا رژیم په سیمه کې له باثباته سیاسي جوړښتونو سره مخالف دی او د دولتونو له کمزورۍ ګټه اخلي.
په مقابل کې، ترکیه، سعودي عربستان، قطر او مصر د سیمې د دولتونو د پیاوړتیا او د هغوی د بنسټیز ظرفیت د لوړولو غوښتونکي دي. دغو هېوادونو په سوریه کې پانګونه کړې او د سوډان او سومالیلنډ د بدلونونو پر وړاندې یې هم ورته دریځونه خپل کړي دي. ایران هم په دې مواردو کې له ترکیې او سعودي عربستان سره همغږی پاتې شوی دی.
د یمن بدلونونه او سیمهییزې سیالۍ
په یمن کې د سعودي عربستان وروستیو هوايي عملیاتو د اسرائیلو پر پلانونو سخت ګوزار کړی دی. د یمن د جنوبي انتقالي شورا بریدونه، چې غوښتل یې د سعودي عربستان او انصارالله ترمنځ خبرې ګډې وډې کړي، د ریاض لپاره امنیتي ګواښ ګڼل شوی.
د سعودي عربستان چټک غبرګون وښودله چې دا هېواد غواړي د افریقا په سیمو او سره سمندر کې د اسرائیلو د طرحو پر وړاندې ودرېږي.
د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ وروستی دفاعي تړون هم په همدې چوکاټ کې ارزول کېږي.
د ایران د ګډوډیو ژئو پولیټیک مانا
لوېدیځو رسنیو رضا پهلوي د ګډوډیو احتمالي مشر معرفي کړی، خو په ایران کې د هغه د واقعي ملاتړ کچه د شک وړ ده.
له اسرائیلو سره د هغه نږدې اړیکې، پر ایران د اسرائیلو د بریدونو ملاتړ، او د هغه د پلویانو لهخوا د اسرائیلو د بیرغونو پورته کول، د ګډوډیو او د تلابیب د سیمهییزو محاسبو ترمنځ اړیکه ښيي.
ځینې رسنۍ آن دا باور لري چې د اسرائیلو لپاره د پهلوي د بېرته راتګ پر ځای د ایران تجزیه غوره انتخاب دی.
په دې شرایطو کې د سیمې هېوادونو غبرګون څنګه و؟
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ګډوډیو تر شا د اسرائیلو رول ته اشاره کړې، او ایراني سرچینو د پژاک په څېر ډلو پر ضد له ترکیې سره د استخباراتي همکارۍ خبر ورکړی دی.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کړی او سعودي عربستان هم له ایران سره ډیپلوماټیک تماسونه جاري ساتلي دي.
ولې د سیمې هېوادونه د ایران ړنګېدل نه غواړي؟
د عربي هېوادونو، په ځانګړي ډول د فارس خلیج د دولتونو چوپتیا، له یوې خوا د دې اندېښنې له امله ده چې ناارامۍ به د هغوی هېوادونو ته هم وغځېږي، او له بلې خوا د دې وېرې له امله چې که امریکا پر ایران برید وکړي او ایران پر امریکايي اډو غچ اخیستونکی برید وکړي، دوی به هدف وګرځي.
خو تر ټولو مهمه دا ده چې د ایران ړنګېدل (چې واشنګټن او تلابیب یې غواړي) داسې بحرانونه زېږولای شي چې هېڅ هېواد به یې د مدیریت توان ونه لري.
له همدې امله، د اسرائیلو پرته نږدې ټول سیمهییز لوبغاړي د ایران د ثبات غوښتونکي دي.