قالیباف: یو بل ډول ایران به ووینئ!
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174098-قالیباف_یو_بل_ډول_ایران_به_ووینئ!
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: ناسمې ستراتیژۍ او بې‌فکره پرېکړې، داسې یو نه‌پایېدونکی ډنډ رامنځته کوي چې کلونه به پکې راګیر پاتې شئ.
(last modified 2026-06-12T07:04:15+00:00 )
Jun 12, 2026 11:31 Asia/Kabul
  • قالیباف: یو بل ډول ایران به ووینئ!

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: ناسمې ستراتیژۍ او بې‌فکره پرېکړې، داسې یو نه‌پایېدونکی ډنډ رامنځته کوي چې کلونه به پکې راګیر پاتې شئ.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپل شخصي حساب کې په انګلیسي ژبه په یوه پیغام کې ولیکل: ناسمې ستراتیژۍ او بې‌فکره پرېکړې، د لوبې ډګر په ناورینوونکي ډول بېرته صفر نقطې ته ورګرځوي؛ د انرژۍ بنسټونه او بازارونه د چاودنې تر پولې رسوي او داسې یو نه‌پایېدونکی ډنډ رامنځته کوي چې کلونه به پکې راګیر پاتې شئ.

هغه د دې پیغام په وروستۍ برخه کې ټینګار وکړ: یو بل ډول ایران به ووینئ!

له دې مخکې ټرمپ یو ځل بیا ایران ته یې د بنسټیزو تاسیساتو په نښه کولو سره ګواښ کړی وو.